د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي دوه سرتیري په یمن کې په یو برید کې وژل شوي


د سعودي عربستان دولتي مطبوعاتو شنبه نومبر ۹ ( لړم ۱۹) ویلي چې په یمن کې د دې هیواد دوه سرتیري په یو برید کې وژل شوي او دا یې هم ویلي چې برید کوونکی د یمن د دفاع وزارت یو غړي کړی.

د سعودي دولتي خبري اژانس د دفاع وزارت ویاند، برید جنرال تُرکي المالکي له قوله لیکلي چې پدې "بزدلانه او خیانت" برید کې د سعودي یو سرتیری ټپي شوی هم دی چې د وضعیت په هکله یې څه ندي ویل شوي.

د دفاع وزارت ویاند پرته لدې چې نور جزیات ورکړي په اعلامیې کې یوازې همدومره ویلي چې دا برید هغه وخت وشو چې د یمن او سعودي عربستان سرتیرو په ګډه ورزش کاوه.

په اعلامیې کې د برید کوونکي نوم او هویت په هکله هم څه ندي ویل شوي او د برید انګیزه هم لا نده څرګنده شوې.

په عین حال کې د یمن د پوځ یو افسر د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تر ډزو وړاندې د یمن او سعودي عربستان د سرتیرو تر منځ لفظي شخړه وشوه او وروسته دواړو په یو بل ډزې وکړلې.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ویلي چې د وژل شویو سرتیرو مړي هیواد ته ستانه کړل شوي او په اعلامیې کې دا هم راغلي چې برید کوونکی د یمن د دفاع وزارت استازیتوب نشي کولی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې برید څخه وروسته به هم د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د یمن د دفاع وزارت سره همکاري روانه وساتي او د دې برید په هکله به په ګډه پلټنې کوي تر څو د برید انګیزه او دلیل معلوم کړي.

د راپور له مخې برید کوونکی د پیښې له ځای څخه تښتیدلی او د یمن له چارواکو غوښتل شوي چې ونیول شي او عدالت ته راکش کړل شي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې وروسته تر هغه په یمن کې مداخله وکړله چې حوثي شعیه یاغیانو پدې هیواد کې په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه پایتخت صنعا ونیوه.

ملګري ملتونه وایي چې په یمن کې سلګونه زره خلک یا مخامخ په جګړې کې او یا هم د جګړې له کبله پیدا شویو علتونو له کبله مړه شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG