د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار سپین بولدک کې واکسین سره د خلکو همکاري زیاته شوې


د جنوبې حوزې روغتیایي مسؤلین وایي، سپین بولدک ولسوالۍ تر کندهار ښار وروسته د دې ولایت په کچه دوهمه بانفوسه سیمه ده، چې د بېلا بېلو سیمو اوسیدونکي پکې ژوند کوي.

روغتیايي چارواکي زیاتوي، په دې ولسوالۍ کې تېر کال د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوې او تر څنګ يې اوسیدونکي پاکستان ته زیات تګ راتګ کوي، چې د پوليو د ويروس لپاره خطر ناکه سیمه بلل کیږي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، د پوليو د صحي ټيمونو لپاره سپين بولدک ولسوالۍ د کار په لمړیتوب کې ده.

ډاکټر پخلا د پوليو له پروګرام سره د تېر په پرتله د خلکو همکارۍ بې ساري بولي او هیله من دی، چې په‌دغه سیمه کې د پوليو ويروس خطر کم شي.

ده وويل"بولدک د پوليو له نظره مونږ ته د لوړ خطر لرونکو سیمو په ګروپ کې دی، ځکه له پاکستان سره تګ راتګ چې هغوی هم مثبتي پېښي لري، په تېر کې دلته زیاتي پېښې وې خو په ۲۰۱۸ کال کې مونږ یوازې یوه پېښه درلوه، دا د دې پیغام ور کوي چې زموږ پروګرام ښه روان دی او خلک هم زیات مرسته کوي".

د سپين بولدک ځايي اوسیدونکې وايي، چې د واکسین له ټيمونو سره په هره برخه کې همکاري لري.

د لوی کاریز د سیمې اوسیدونکی خداینظر وايي، چې یو مهال ځايي اوسیدونکي د واکسین په ارزښت نه پوهېدل، خو اوس يې په اړه معلومات زیات شوي دي.

هغه وویل"تر پخوا خلک اوس واکسین ته ډير پام کوي او هغه وخت هم تیر شوی، چې د واکسین په اړه به بېلا بېلي منفي خبري کېدلې، خلک پوهېدلي چې واکسین د ماشومانو لپاره شفا ده او هره کورنۍ خپل ماشومان پر وخت واکسین کوي".

د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د ځايي اوسیدونکو تر څنک داخلي بيځایه شوي او کوچیان هم ژوند کوي چې د اوسیدونکو ماشومانو شمېر يې تر دوه لکه زیات ښودل کیږي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی فدا محمد وايي، د ماشومانو روغتیا ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې ده.

ده وویل" د اطرافو خلک دې ته زیات متوجه شوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ور کړي، ځکه واکسین زموږ د ماشومانو د ډيرو ناروغیو مخه نیسي مونږ د سیمې اوسیدونکي دې ته ډير متوجه یو".

سپين بولدک د کندهار ولایت د شپږو سرحدي ولسوالیو لپاره مرکزي سیمه هم بلل کیږي چې اوسیدونکي يې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني لوري سره زیات تګ راتګ لري.

دغه راز د چمن او قلعه عبدالله په سیمو کې د پوليو د ویروس موجودیت د کندهار روغتیايي مسئولین د خپلو ولسواليو لپاره بیاهم لوړ خطر ګڼي.

روان میلادي کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتې پېښې ثبتېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو تېر میلادي کال په دغه هېواد کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې تر نیمايي زیاتې په جنوبي ولایتونو کې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG