د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم پړاو تر سره شو


په ایران کې جمعه جولای پنځمه ( چنګاښ ۱۵) د دې هیواد ولس د جمهوري ریاست انتخاباتو په دویم پړاو کې رایې ورکړلې.

سیالي د اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان او افراطي محافظه کار سعید جلیلي تر منځ وه. پزشکیان د غربي هیوادونو سره د ایران د اړیکو بهتره کیدل غواړي او جلیلي بیا د ایران د اټومي موافقې د مذاکرې د ټیم غړی و.

تیره اوونۍ د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هیڅ یو کاندید ونشو کړی چې ۵۰ په سلو کې رایې وګټي او له همدې کبله چارواکو د دویم پړاو انتخاباتو اعلان وکړ چې د تیر ځل په شان دا ځل هم د خلکو برخه اخیستل پکې کم و.

د انتخاباتو ګټونکی به د ابراهیم رئیسی ځای ناستی شي چې د څو نورو جګپوړو چارواکو سره د هیلوکوپتر په ټکر کې مړ شو. هغه هم افراطي محافظه کار و.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي چې د دې هیواد په چارو کې اصلي پریکړه کوونکی دی په انتخاباتو کې د رایې ورکولو څخه وروسته وویل، "اوریدلې مې دي چې د خلکو لیوالتیا د پخوا څخه ډیره ده، خدای دې وکړي چې همداسې وي".

سره لدې چې د ایران په دولتي تلویزیون کې ښودل شوي چې خلک د ایران په مرکز تهران او د کرمان په ښار کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دي چې خپلې رایې ورکړي خو د فرانس پریس خبري اژانس خبریالانو بیا ویلي چې د رایو ورکولو په مرکزونو کې ډیر خلک نه و.

داسې نه بریښي چې د جمهوري ریاست دا انتخابات به د اسلامي جمهوریت په سیاستونو کې کوم لوی بدلون راولي، خو پایلې یې د ایران د ۸۵ کلن مشر علي خامنه يي پر ځای ناستیتوب اغیز کولای شي. خامنه يي له ۱۹۸۹ کال راهیسې په واک کې دی.

دا انتخابات همداشان په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ایران حکومت د مظاهره چیانو د ځپلو، د اقتصادي ستونزو او د سیاسي او ټولنیزو آزادیو د محدودیتونو له امله د خلکو د نا رضایتۍ په وجه د مشروعیت له بحران سره مخامخ دی.

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ښاغلي پزشکیان څه باندې پنځه ملیونه او ښاغلي جلیلي بیا ۴.۸ ملیونه رایې ګټلې وې.

پدې انتخاباتو کې د ایران د ۶۱ ملیون وګړو څخه چې په انتخاباتو کې د رایو ورکولو لپاره په شرایطو برابر دي، یوازې ۴۰ په سلو کې یې پکې برخه اخیستې وه چې پدې هیواد کې د اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو ټیټه شمیره ده.

د ایران د انتخاباتو کمیسیون لا په رسمي توګه د رایو نتیجه نده اعلان کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG