د لاس رسي وړ اتصالات

پیټرویس: امریکا ضرورت لري چې په افغانستان کې پاتې شي


جنرال ډیوډ پیټرویس
جنرال ډیوډ پیټرویس

په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د قواوو پخوانی قومندان جنرال ډیوډ پټرویس وایي چې افغانستان ته د امریکا د زرگونو اضافي عسکرو استول یو عاقلانه عمل دی.

ښاغلي پټرویس د پي بي ایس د ټلویژون سره په مرکې کې ویلي چې په افغانستان کې امریکا شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې ډیره سرمایه گزاري کړیده او هلته مونږ په دی دلیل لاړو او پاتې شو چې یو ځل بیا افغانستان د القاعدې او د نورو افراطیانو په نړیوال مرکز بدل نشي.

جنرال پټرویس د پاکستان د ایبټ اباد په سیمې کې د ٢٠١١ کال د می د میاشتې د دوهمې نیټې د القاعدی د مشر د اوسامه بن لادن وژل تائید کړل او ویي ویل چې په افغانستان کې د ټرورستانو په مقابل کې د امریکا پوځي حضور په سیمې کې ډیر موثر دی.

په افغانستان کې د امریکا او د ناټو پخوانی قومندان جنرال پټرویس وایي چې د افغانستان مسله په څو کلونو کې نه حل کیږي نو پدی خاطر امریکایي قواوې دیته ضرورت لري چې په افغانستان کې د ډیر وخت لپاره پاتي شي.

ښاغلی پټرویس وایي چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت باید هر کال تمدید نشي ځکه چې دا ډول روش غیر موثر او مضر وي.

پټرویس دا خبرې په داسې وخت کې کړیدي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت پدی غور کوي چې افغانستان ته د ٣٠٠٠ نه واخله تر ٥٠٠٠ پورې نور تازه دمه عسکر واستوي.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس براک اوباما په وخت کې د امریکایي عسکرو شمیر ١٠٠،٠٠٠ ته ورسیده مگر اوس هم د طالبانو، د حقاني د ټرورسټي شبکې او د داعش حملې دوام لري.

هغه وایي چې په افغانستان کې د زیاتو امریکایي عسکرو موجودیت طالبان تر یو حده په شا وتمبول خو هغوي یې تباه نکړی شول ځکه چې د هغه په قول د طالبانو او د حقاني شبکې رهبران په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

ښاغلی پټرویس دا هم وایي چې د ټرورسټي ډلو ختمولو لپاره د سیمې په کچه هڅې لازمې دي. د پاکستان پشان یو ملک باید د طالبانو او د حقاني د شبکې د رهبرانو په ضد زیات جدې اقدامات وکړي.

د اضافي عسکرو د استولو سره مخالفت

د امریکا حکومت رسما تراوسه په دی هکله لا څه ندي ویلي چې څومره عسکر به افغانستان ته واستوي مگر تیره هفته داسې رپورټونه خپاره شول چې د ټرمپ حکومت به ۴٠٠٠ اضافي عسکر افغانستان ته واستوي.

افغانستان ته د اضافي عسکرو استول هم طرفداران لري او هم مخالفین.

د امریکا د استاځو په مجلس کې د نظامي خدماتو د کمیټې یو غړی ست مولتون افغانستان ته د اضافي عسکرو په استولو شک لري. هغه د اې پي سره په یوې مرکې کې ویلي چې ښاغلي ټرمپ لا تر اوسه پورې د افغانستان د جنگ ځبلې ملک لپاره نوي سراتیژي سنا ته نده استولې.

ښاغلی مولتون وایي په بنیادي توگه دا یو غیر منصفانه کار دی چې د امریکایي ځوانانو ژوند د داسې ستراتیژۍ په خاطر چې موثره هم نه ده او هم یې ماموریت څرگند نه دی او نه تر اوسه د هغې د نتایجو په هکله څه ویل شوي، په خطر کې واچوو.

ښاغلي مولتون چې په خپله یې د عراق په جنگ کې هم برخه اخیستې په دی ټینگار کوي چې امریکا باید د افغانستان په هکله یوه موثره او څرگنده ستراتیژي غوره کړي. هغه دا هم وایي چې افغانستان ته د نوو عسکرو استول به ممکن د جنگ د شدت شروع وي.

XS
SM
MD
LG