د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین پر سر خبرې؛ پولینډ د جګړې خبرداری ورکړ


روسیې د اوکراین سره په ګډې پولې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي خو وایي په اوکراین د تیري پلان نلري.
روسیې د اوکراین سره په ګډې پولې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتیري ځای پر ځای کړي خو وایي په اوکراین د تیري پلان نلري.

پداسې حال کې چې روسیه د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو سره د اوکراین پر سر د راپیدا شویو جنجالونو د کمولو په هکله په خبرو بوخته ده، بلخوا پولینډ د جګړې د خطر خبرداری ورکړی.

د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر زبیګنیو راو، وایي چې اروپا یوې داسې جګړې ته نږدې شوې چې په تیرو دیرشو کالونو کې یې ساری نلري.

ښاغلي زبیګنیو دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړلې چې د مسکو چارواکو د اوکراین په سر د راپیدا شوي جنجال د له منځه وړلو لپاره د دپلوماتیکي خبرو بې خونده ارزیابي ورکړه.

روسیې ویلي هغه هڅط یې پای ته رسیدلې چې غواړي لویدیځ ته قناعت ورکړی چې اوکراین ته د ناټو په سازمان کې غړیتوب ورنکړي.

د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر پرته لدې چې د روسیې نوم واخلي د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان په غونډې کې په اوکراین، ګرجستان، ارمنستان او مالدوا کې د ستونزو یادونه وکړله چې په ټولو کې یې فعالې او کنګل شوې شخړې شته او داسې ګمان کیږي چې روسیه په ټولو دغو پیښو کې لاس لري.

ښاغلي زبیګنیو وویل، "داسې ښکاري چې د اروپا د همکارۍ او امنیت د سازمان په سیمه کې د جګړې خطر دومره ډیر شوی چې په تیرو ۳۰ کالونو کې نه و. د اروپا په ختیځ کې مو پدې تیرو څو اوونیو کې په زیاته پیمانه د پوځي تحرکاتو احتمال ولید".

روسیه له ناټو څخه یو عملي امنیتي ضمانت غواړي او دا غوښتنه هم لري چې خپل ځواکونه دې بېرته هغو سیمو ته په شا کړي چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په کې دېره وو.

روسیه همدغه راز وايي‌ چې ناټو نباید اوکراین ته غړیتوب ورکړي. روسیې د اوکراین سره پر پوله کې شاوخوا ۱۰۰عسکر ځای په ځای کړي دي او وايي چې دا یې حق دی چې په خپله خاوره کې خپل عسکر په هر ځای کې چې غواړي مېشت کړي. مسکو په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو ننګه کوي.

د متحده ایالاتو او اروپا سره د اوکراین په هکله د خبرو نه وروسته د روسیې د بهرینو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په تازه مرکې کې ویلي چې د روسیې پوځي متخصصین جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته په اوکراین کې د وضعیت د خرابیدو په صورت کې د لارو چارو په هکله مشورې ورکوي.

ښاغلي ریابکوف په ژنیو کې د امریکا او په بروکسل کې د ناټو سره د خبرو په هکله وویل چې دا خبرې داسې یو پړاو ته رسیدلي چې نور پرمختګ پکې نشي کیدلی او زیاته یې کړه چې "په راتلونکو ورځو کې د عینې شان خبرو د بیا پیل کولو لپاره اړتیا نشته".

روسیه له اوکراین سره سرحد کې د شاوخوا ۱۰۰زره سرتېرو او نظامي تجهیزاتو په ځای پر ځای کولو سره متحده ایالاتو او اروپا مجبور کړل چې خبرو ته حاضر شي. لویدیځ وایي‌ دا کار په اوکراین برید ته د روسیې د یرغل لار پرانیزي، خو مسکو وايي‌ داسې کوم پلان نلري.

امریکا وايي چې روسیې ته یې خبرداری ورکړی چې په اوکراین باندې به یې هر ډول یرغل «ډېر لوی زیان» ولري.

XS
SM
MD
LG