د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د پولیو د ویرس د خپریدو په هکله اندیښنه


د خوست د عامې روغتيا د رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله اميري وایي په دې ولايت کې د ماشوانو د ګوزڼ یا پوليو لسګونه شکمنې پېښې ثتب شوې دي چې په وجه یې د پوليو د ساري ناروغۍ د ویرس د خپرېدو خطر ورځ تر بلې زياتېږي.

ښاغلي اميري د امريکا غږ ته وويل، چې په تېرو مياشتو کې په دغه ولايت کې تر شپېتو زياتې د پوليو شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د پوليو د عامه پوهاوي له يوه پروګرام څخه وروسته له امريکاغږ سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل، چې دوه پنځوس شکمنې پېښې د خوست د ځايي خلکو په ماشومانو او څوارلس نورې په دې ولايت کې په مېشتو وزيرستاني کډوالو کې لېدل شوې، چې زيات ګمان کېږي، د پوليو مثبتې پېښې دي.

ښاغلي اميري زياته کړه، چې د دغو شکمنو پېښو معاينات يې کابل ته لېږلي، خو تر اوسه يې نتيجه نده راوتلې، مګر د نښو نښانو له مخې ويلی شي، چې د زياتره لېږل شويو معايناتو نتيجه به مثبته راووځي.

دغه راز هغه وويل "په خوست ولايت کې د پوليو د احتمالي مثبتو پېښو د زياتېدو تر ټولو غټ لامل د وزيرستاني کډوالو په ماشومانو کې د پوليو مثبتې پېښې بلل کېږي".

څه موده وړاندې د خوست د عامې روغتيا مسوولينو ويلي وو، چې په وزيرستاني کډوالو کې د پوليو درې مثبتې پېښې تثبيت شوې، چې له دغې جملې څخه دوه پېښې له ميرانشاه څخه راغلي او يوه په دغه ولایت کې پېښه شوې ده.

په دې ولايت کې د پوليو د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن امريکاغږ ته وويل، چې د قومي مشرانو، د جوماتونو ملاامامانو، د رسنيو او غونډو له لارې يې عامه پوهاوی زيات کړي دي.

هغه دغه راز وويل، چې که د روغتيا نړيواله شبکه او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پوليو د مخنیوي په برخه کې ژر اقدامات ونه کړي، ددغې ساري ناروغي ویرس به په ډېرې چټکۍ سره د خوست نه نورو ولایتونو ته هم خپور شي.

ډاکټر نجيب الرحمن وویل چې د عامه پوهاوي او د پوليو د پېښو د ثبت لپاره د دوی روغتيايي ډلې په کليو او بانډو ګرځي او هره شېبه د پوليو د مثبتو پېښو له جدي خطر سره مخ دي.

هغه همدارنګه وويل، چې د پوليو د واکسيناسيون د مياشتني پروګرام په ترڅ کې هره مياشت تر شپېته زره زياتو کډوالو ماشومانو ته واکسين ورکوي.

هغه زياته کړه "موږ د پوليو د مخنيوي لپاره د (جارو کولو) په نوم يو بل پروګرام هم لري، چې په ترڅ کې يې پر مياشتني پروګرام سربېره کډوالو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکوو".

روغتيايي کارکوونکي وايي، چې ددغې ناروغي ویرس په ډېرې اسانۍ سره سرايت کوي، چې که د مخنيوي لپاره يې په خپل وخت ګامونه وانخيستل شي، په دې برخه کې د ناورين رامنځته کولو احتمال زيات لېدل کېږي.

څه موده وړاندې د پکتيکا د عامې روغتيا مسوولينو هم ويلي، چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو په يوه ماشومه کې د پوليو پېښه تثبيت شوې.

افغانستان د نړۍ يو له هغو درې هېوادونو څخه دی، چې د پوليو يا دماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې پکې سږکال هم ثبت شوې دي.

په روان ٢٠١٤ ميلادي کال کې د څېړنو له مخې په پاکستان کې د پوليو ۲۰۸، په افغانستان کې ۱۲ او په نايجريا هېواد کې د پوليو پنځه پېښې تثبيت شوې دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG