د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې به ۲.۱ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي - روغتیايي مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغانستان په جنوبي ولايتونو او د هغه اړوند ځينو سيمو کې د پولیو ضد واکسيناسيون پروګرام چې د سړې هوا له امله ځنډېدلی و، اوس پیل شوی دی.

دا کمپاین به د کندهار تر څنګ په جنوب کې هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې ۲.۱ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورسوي.

په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو مرکز مسؤولین وایي چې د جنوب ټول لس ولایتونه په یاد پروګرام کې شامل دي.‌

د دې مرکز مسؤول، جمال الدین وايي چې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د تیرې‌ فبرورۍ په میاشت کې میلیونو ماشومانو ته واکسین رسول شوی.

نوموړي وویل: "په ټولیزه توګه، د جنوب زون ټولو سیمو کې، د پولیو کمپاین تل په دواړو موسمونو کې ترسره کیږي، یوازې هغه وخت په پلان کې بدلون راوستل کیږي که چیرې د کمپاینونو په ورځو کې د سیلابونو یا سختو اورښتونه اټکل شوی وي. په عموم کې، زموږ کمپاینونه وخت په وخت ترسره کیږي، مګر یوازې کله چې سیلاب یا ډیر باران وي، موږ کمپاینونه د یو لنډمهاله مودې لپاره ودروو."

په جنوبي ولایتونو کې ټول ۲.۱ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین لپاره هدف ټاکل شوي.

سره له دې چې له تیر کال راهیسې په جنوب کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو تازه د زابل له چاپیریال څخه په تر لاسه شویو طبي معایناتو کې د ګوزڼ ویروس لیدل شوی.‌

د پولیو پرضد د مبارزې ګډ مرکز وایي چې تر هر ماشوم پورې د ګوزڼ ضد واکسین رسول د ستونزې یوازنۍ حل لار ده.

پدې هکله په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې د حوزوي مرکز مسؤول، ډاکټر جمال الدین وایي چې دوی د مساجدو د امامانو په ګډون د ټولنې ټولې خواو‍ې هڅوي چې د واکسین د تطبیق په پروګرام کې برخه واخلي.‌

نوموړي وویل: "د کمپاینونو د لا موثریت په موخه باید خپلمنځي همغږي پیاوړې شي، ترڅو لا زیاتو ماشومانو ته لاسرسی پیدا کړو او په دې برخه کې د معارف، حج اوقاف، د شاروالۍ د کارکونکو او د نورو ریاستونه همکاري ته اړتیا شته."

هغه زیاته کړه، بل مهم ټکې د حج اوقافو اړوند دی، چې باید په جوماتونو کې علمای کرامو ته ووایي چې د پولیو ګټو او ارزښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، دا تر ټولو غوره لاره ده، یعنې د علماوو له لارې کولای شو ډیر څه ترلاسه کړو.

جنوبي ولایتونه یو مهال د پولیو ناروغۍ مرکزي سیمه بلل کېده خو د واکسین د عملي کېدو په پایله کې یاده ناروغي را کمه شوې.

خو له پاکستان څخه راستانه کېدونکي کډوال ماشومان د پولیو ویروس د انتقال په برخه کې جدي ګواښ ګڼل کیږي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG