د پوليو ناروغۍ په اړه يو شمېر کورنۍ وايي، چې د پخوا په پرتله اوس هڅه کوي، چې خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت د پوليو ضد واکسين ورکړي.
دوی زیاتوي چې د پولیو د خطر په اړه د دوی پوهه زیاته شوې ده ځکه خو اوس واکسین ته زیاته پاملرنه کوي.
روغتيايي مسؤولین هم وايي، چې په تېرو اتو کلونو کې په جنوبي ولايتونو کې د ټاکل شوي هدف سم نیمايي شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو له نیکه مرغه دا ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.
د دوی په وینا، که څه هم د دې ستونزې لاملونه بېلابېل بلل کېدل، خو يو يې د کورنيو نه پاملرنه وه.
په جنوب کې د پولیو د پروګرام یو تن مسؤول، ډاکټر جمال الدین وایي چې د ګوزڼ پر ضد د واکسین شویو ماشومانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
نوموړی زیاتوي چې زیاتو برخو ته لاسرسی او د کورنیو همکاري په دې برخه کې د پام وړ ځای لري.
د جمال الدین په وینا: "عموماً مخکې کلونه به په جنوبي حوزه کې شاه او خوا ۵۰ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې کیدل او لوی لامل یې ډیرو سیمو کې ناامني او په ځینو برخو کې په واکسینو بندیز وه، نو ځکه به د کندهار نیمايي سیمې د واکسین څخه پاتې کیدې."
په جنوب کې ټولټال ۱.۶ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو هدف ټاکل شوی، خو د پولیو پر ضد مرسته کونکي بنسټونه وایي چې په وروستیو کلونو کې دغه هدف نه دی پوره شوی.
د ماشومانو په وقایه کې د کورنیو مرسته د نوملړ په سر کې راځي چې کولای شي هدف ته رسیدو کې مرسته وکړي.
د سیمې اوسېدونکي هم وايي، اوس هره کورنۍ د پولیو د اخته کېدو خطر احساسوي، ځکه دوی خپلو ماشومانو ته پر وخت واکسین تطبیقوي.
د سیمې یو اوسیدونکي، عبدالجبار امریکا غږ ته وویل: "واکسین کوونکي دې د پلان په مطابق راشي، موږ خپل ماشومان ورته راباسو. موږ به ډېر خوشحاله شو چې دوی زموږ کلي ته راشي، ورسره همکاري کوو ځکه د دې واکسین تجربه لرو، همدارنګه ډاکټرانو هم راته ویلي چې دا یوه بې کاره مریضی ده چې علاج یې نه کیږی."
د ګوزڼ پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤولین وايي، سږ کال په افغانستان کې د پوليو کومه پېښه نه ده ثبت شوې او له چاپېريال څخه په ترلاسه شويو نمونو کې هم د دغه ويروس کومه نښه نه ده ليدل شوې.
د ګوزڼ پرضد د کورنیو د همکاري تر څنګ، د پولیو په وړاندې په روانه مبارزه کې د واکسین شویو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی ښه خبر دی.
خو له پاکستان څخه د کډوالو ماشومانو د راستنېدو په اړه اندېښنه شته چې د پولیو له ویروسه پاکې شوې سیمې به د واکسین د نه ورکولو په صورت کې بیا په دې ناروغۍ اخته شي.
فورم \ دبحث خونه