د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ولایت کې د پولیو دوه نورې مثبتې  چاپېریالې نمونې وموندل شوې - مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤولین وایي چې د افغانستان په جنوب کندهار ښار په دوو برخو کې د پولیو محیطي نمونې یا سمپلونو مثبت شوي دي.

طبي مسؤولین وايي چې د پولیو ویروس نمونې د کندهار ښار په خندق او کاروان کوڅه سیمو کې لیدل شوي چې دواړه ګڼ مېشتې سیمې دي.

د دوی په وینا، په چاپیریال کې طبي څېړنې په څو اونیو کې یو ځل تر سره کیږي چې دا ځل د کندهار ښار په دوو برخو کې یاد ویروس ثبت شوی.

له دې سره د کندهار ښار په چاپیریال کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو شمېر درې ته ورسېد.

د پولیو پرضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤول، ډاکتر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: " الحمدالله، په جنوب زون کې د پولیو د ناروغۍ کومه انسانی پېښه لا تراوسه نلرو، خو له بده مرغه د کندهار په ښار کې په کاروان کوڅه او خندق سیمو کې د پولیو د ناروغۍ دوه نور محیطي سمپلونه چې په اوبو کې موندل کیږي، مثبت شوي دي."

د نوموړي په وینا، یوه پېښه مخکې مثبت شوی وه او دوه اوس مثبت شوي دي.

روغتیايي مسؤولین زیاتوي، په کندهار کې د پولیو محیطي پېښو ته په غبرګون کې یې د پولیو نوي پروګرامونه طرحه کړي چې د عملي کیدو لپاره به یې نوي کمپاینونه پيل کړي.

ډاکټر نېک ولي شاه وايي چې له نویو کمپاینونو څخه موخه داده چې نورو سیمو ته د پولیو ویروس د خپریدو مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "سږ کال به کندهار ښار کې درې محیطي سمپلونه په اوبو کی موندل شوي چې دې لپاره مونږ منظم تدابیر نیولي دي، انشالله کوشش مو دا دی چې دا ویروس نورو ځایو ته سرایت ونکړي."

د کندهار ښار اوسیدونکي هم پر کورنیو غږ کوي، چې خپلو ماشومانو ته په هر کمپاین کې واکسین وکړي.

د کندهار ښار اوسیدونکی، ثناء الله یې په اړه داسې وايي: "دا ډیره خطرناکه ناروغي ده، زیاتره ماشومان له فلج سره مخ کیږي. د کورنیو څخه مو غوښتنه دا ده چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي تر څو د دې خطرناکې ناروغۍ څخه یې ماشومان ساتلي وي."

د ګوزڼ یا پولیو پرضد د مبارزې مسؤولین زیاتوي، چې په چاپیریال کې د پولیو ویروس موجودیت څرګندوي چې کندهار لا هم د دغه ویروس د خپریدو عمده سیمه ده.

که څه هم په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو مثبته پېښه په کندهار کې نده لیدل شوې، خو په چاپیریال کې یې د ویروس موجودیت د زر ګونو ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG