د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد نوی کمپاین؛ څه باندې یو میلیون ماشومان واکسین کېږي – روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي د افغانستان په جنوب کې په پنځو ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی، او په ترڅ کې به یې کابو ۱.۷ میلیون ماشومان واکسین شي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، دغه کمپاین په پنځو ولایتونو کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز کې د څلور ورځو لپاره دوام ومومي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد دغه کمپاین به تر پنجشنبه ورځې دوام ومومي، او په ترڅ کې به یې د جنوبي حوزې په کچه ۱،۷ میلیونه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.“

نوموړي له کورنیو وغوښتل چې په هر کمپاین کې دې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

بل پلو، د کندهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي چې اوس د واکسین په ارزښت پوهیږي او په هر کمپاین کې خپل ټول ماشومان واکسینوي.

د کندهار ښار یو تن اوسیدونکي، احسان الله، امریکا غږ ته وویل: ”زه د ګوزڼ ضد هر کمپاین کې خپل ټول ماشومان واکسینوم، او له نورو کورنیو هم غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده.“

د دې تر څنګ، د پوليو ضد مبارزې نړیوال مرستندویه بنسټونه د کور په کور واکسین له کړنلارې ملاتړ کوي او تر هر کور او هر ماشوم پورې‌ د پولیو ضد واکسین رسول د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین او ګټور بولي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې معمولاً له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان اخته کوي، او د تل پاتې معلولیت سبب کیږي.

دوی ټینګار کوي چې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو یواځنۍ لاره دا ده چې هغوی په هر کمپاین کې واکسین شي، او که چیرې کوم ماشوم له واکسین څخه پاتې کیږي، نو باید ژر تر ژره په نږدې روغتیایي مرکز کې واکسین شي.

XS
SM
MD
LG