د لاس رسي وړ اتصالات

د حفظ‌الصحې نه رعایتول د پولیو ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي – روغتیا پالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیا پالان وایي چې په ناپاک چاپیریال کې معمولاً د پولیو ویروس شتون زیات وي، او که چیرې محیطي او شخصي حفظالصحه رعایت نشي، د پولیو ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي.

د پلازمینې کابل یو شمېر روغتیا پالان وایي چې محیطي او شخصي حفظ‌الصحې ته پاملرنه کولای شي د پولیو ویروس د سرایت مخه ونیسي، او پدې توګه په ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو د شمېر د ټیټوالي لامل شي.

د کتلوي معافیت د پروګرام پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب، امریکا غږ ته وویل:”د پولیو ناروغۍ د ناپاکو اوبو او خواړو له لارې ماشومانو ته انتقال مومي، او هر ناروغ ماشوم په خپل وار سره کولای شي ۲۰۰ نور ماشومان چې نه وي واکسین شوي، په یاده ناروغۍ اخته کړي.

نوموړي زیاته کړه، میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو شخصي حفظ‌الصحې ته، لکه د لاسونو، د خواړو، لوښو او جامو پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو هغوی له ګوزڼ او نورو ویروسي او میکروبي ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.

بل لوري ته، د کابل ځیني ښاریان هم د چاپیریال له ککړتیا سر ټکوي او یاونه کوي چې لا هم ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو او چاپیریال پاکوالي ته پاملرنه نکوي، چې د بیلابیلو ناروغیو د خپریدو لامل کیږي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، کمال، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”اوس هم زموږ شاوخوا داسې کورنۍ شته چې د خپلو ماشومانو او چاپیریال د نظافت خیال نه ساتي، او د همدې بې توجهي له امله د پولیو ناروغۍ تر څنګ، ډول ډول ساري ناروغۍ زموږ د ماشومانو ژوند ګواښي.

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق تر څنګ، د محیطي او شخصي حفظ‌الصحې رعایتول کولای شي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې او د یوې سالمې ټولنې په لرلو کې رغنده رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG