د لاس رسي وړ اتصالات

د بیځایه شویو کورنیو د ماشومانو واکسین ته ځانګړې پاملرنه کیږي - روغتيايي مسولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین

د افغانستان په جنوب کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسولین وایي چې د بیځایه شویو کورنیو د ماشومانو واکسین ته ځانګړې پاملرنه کیږي.

ویل کیږي چې له څو کلونو راهیسې د جنوبي حوزې په بیلابیلو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو څخه بيځایه شوي چې اوس یې لویه برخه خپلو سیمو ته د ستنیدو په حال کې ده، او ماشومانو ته یې د واکسین تطبیقول اړین دی.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”د بېځایه شویو کورنیو او هیواد ته د راستنیدونکو کډوالو کورنیو ماشومان د لوړ ګواښ لرونکو ګروپونو په نوملړ کې شامل دي، او موږ د دوی لپاره ځانګړې سرویلانس او فعالیتونه لرو.“

بل لوري ته د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام همکار او مرستندویه بنسټونه هم وایي چې د بیځایه شویو او کډوالو کورنیو د ماشومانو روغتیا او واکسینولو ته باید جدي پاملرنه وشي.

کابل کی د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”بیځایه شوې او کډوالې کورنۍ کولای شي له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د پولیو ویروس انتقال کړي، چې موږ د دا ډول کورنیو د ماشومانو د واکسینولو لپاره ځانګړې تګلاره لرو.“

د نوموړي په وینا، د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام له لوري د افغانستان او پاکستان تر منځ دروازو کې او د ولایتونو تر منځ لویو لارو کې د واکسیناسیون ثابت ټیمونه ګمارل شوي، تر څو هیڅ مسافر ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي، او پدې توګه د ویروس له انتقال څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولینو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د چمن او سپین بولدک په دروازو کې زیات شمېر افغانستان ته راتلونکي ماشومان د سرحد ها خوا له واکسین څخه پاتې کیږي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي یې لاهم له ماشومانو قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG