د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مرکزونو کې میندو ته د واکسین په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه اغیزناک دي – روغتیايي مسؤولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې روغتیايي مرکزونو کې میندو ته د واکسین په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو ګټور ثابت شوي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، په جنوبي ولایتونو کې د میندو د پوهاوي د کچې لوړوالی، د پولیو ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ بلل کیږي، او هر ماشوم ته د واکسین رسولو لپاره زمینه برابروي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیایي مبلغینو ګمارل او میندو ته عامه پوهاوی ورکول، د پولیو ضد د واکسین د ګټو په اړه د میندو د پوهاوی د کچې د لوړیدول لامل شوی.“

نوموړی له میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي، او له موجودو روغتیایي فرصتونو څخه په ګټه اخیستنه دې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

بل پلو، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې مسؤولین وایي چې نړیوال روغتیايي بنسټونه له همکارو ادارو سره په ګډه کار کوي تر څو ژر ته ژره افغانستان له پوليو څخه د پاک هیواد په توګه وپيژندل شي.

په کابل کی د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ” یونیسف هڅه کوي چې د عامه پوهاوي د پرګرامونو له لارې د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د میندو او پلرونو د پوهاوي کچه لوړه کړي، تر څو د پولیو ناروغۍ په افغانستان کې له منځه ولاړه شي.“

سره له دې چې په روان میلادي کال کې د افغانستان دننه د پولیو ناروغۍ کومه مثبته پېښه نده ترسترګو شوې، خو روغتیا پالان په چاپیریال کې د پولیو ویروس د شتون له امله اندېښمن دي، او ټینګار کوي چې د پولیو ضد مبارزې چارې دې ګړندۍ شي او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG