د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د خلکو ملاتړ اړین دی– روغتیایي مسؤولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو تر څنګ، د خلکو ملاتړ اړین دی.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ترسترګو شوې، او د خلکو ملاتړ او همکاري کولای شي د تل لپاره د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو سبب شي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو له منځه وړلو کې د نړیوالو روغتیایي مرستندویه ادارو سربیره، د افغانستان د خلکو ملاتړ اړین دی. پدې توګه به ژر تر ژره د پولیو ویروس ژړي له افغانستان څخه وکاږل شي، او زموږ ماشومان به له معلولیت او مړینې خلاصون ومومي.“

د نوموړي په وینا، پولیو یوه معلولونکې ناروغي ده چې هیڅ راز درملنه نلري، او د وقایې یوازینۍ لار یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ژمن دی چې د منظمو او رڼو کمپاینونو له لارې د افغانستان ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسوي، تر څو د یادې ناروغۍ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.“

بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره هم په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هیله مندي ښودلې.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د افغانستان د تېرو دوو کلونو پرمختګونو ته په کتو سره، ویلی شو چې د پولیو ناروغۍ بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوې، ځکه یواځې په محدودو سیمو کې پاتې ده.“

د نوموړي په وینا، که چیرې په روان میلادې کال کې د لوړ کیفیت لرونکي کمپاینونه ترسره شي، نو لیرې به نه وي چې د پولیو ناروغۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

ویل کیږي چې د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړوالي له امله، د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه هم لوړه شوې.

XS
SM
MD
LG