د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د ګوزڼ له لومړۍ پیښې وروسته د واکسین کمپاین پیل شو


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د ګوزڼ د لومړۍ مثبتې پیښې له تایید وروسته د یاد ولایت په ګډون د جنوب ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د واکسین کمپاین پیل شو.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې دوی د جنوب ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د ګوزڼ د نورو پېښو د مخنیوي په موخه درې پرله پسې کمپاینونه پلان کړي.

د نوموړو په وینا، د دغو کمپاینونو له ډلې څخه به دوه کمپاینونه د فبروري (سلواغه او کب) په میاشت کې وشي، چې لومړی کمپاین ېې نن د فبروري په ۱۴ (سلواغه ۲۵) نیټه پیل شو او دوهم کمپاین به د فبروري په ۲۸ (کب نهمه) نیټه تطبیق شي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "وروسته له هغه چې په پکتیکا کې د پولیو مثبته پیښه تایید شوه، موږ پلان لرو چې په جنوب ختیځ زون کې د دریو پرله پسې کمپاینونو په ترسره کولو سره څه د پاسه یو میلیون ماشومان واکسین کړو."

د ډاکټر مومن په وینا دوی هوډ لري چې د هر اړخیز پلان په پلې کولو سره به د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیسي. بل لوري ته د پکتیکا روغتیایي مسؤولین هم د پولیو واکسین د کمپاینونو د تطبیق لپاره د پوره چمتوالي خبره کوي.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حکمت الله عصمت امریکا غږ ته وویل: "موږ ژمنه کوو چې د سیمه اییزو مسؤولینو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ به د پولیو په وړاندې ټینګه مبارزه وکړو او د واکسین راتلونکي کمپاینونه به په سمه توګه تطبیق کړو."

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان روان میلادي کال د پولیو د له منځه وړلو لپاره غوره فرصت بللی، خو داسې ښکاري چې پولیو لا هم د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ماشومانو ژوند ګواښي او د له منځه وړلو لپاره ېې زیات کار ته اړتیا ده.

د یادونې وړه ده چې د روان میلادي کال د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې تثبیت شوه او یو ځل بیا ېې په افغانستان کې د پولیو ویروس شتون تایید کړ.

XS
SM
MD
LG