د لاس رسي وړ اتصالات

د واکسین په تطبیق او د ټولنې په هڅونه کې د دیني‌ عالمانو رول ګټور دی - روغتیایي چارواکي


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د زابل ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د ټولنې په هڅونه او د واکسین په تطبیق کې د دیني‌ عالمانو رول ګټور دی، او په مرسته یې تر هر ماشوم پورې‌ واکسین رسیدلی شي.

د یاد ولایت د روغتیایي مسؤولینو په وینا، که څه هم دوی په ۲۰۲۲ میلادي ‌کال کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت کړې، خو د ډيورنډ‌ کرښې ته نږدې، د پاکستان په قبایلي سیمو کې، د پولیو ویروس شتون او د انتقال احتمال یې د اندېښنې وړ دی.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر عبدالحکیم حکیمي، امریکا غږ ته وویل: ”په روان میلادي کال کې د زابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې په منظم او پرله پسې ډول کمپاینونه ترسره شوي.“

د نوموړي په وینا، ټول کمپاینونه په بریالیتوب او غوره پوښښ ترسره شوي، چې په تطبیق کې یې د دیني عالمانو او د ټولنې د مشرانو همکاري د ستاینې وړ ده.

په هغه ناسته کې چې څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه روغتیایي بنسټونو او دیني عالمانو تر منځ ترسره شوه، دیني عالمانو په ټینګار سره له کورنیو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې پاملرنه وکړي او هغوی دې په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د زابل ولایت یو تن دیني عالم، عبدالجبار آغا، پدې هکله وویل: ”څرنګه چې دیني عالمان په دیني مسایلو پوهیږي او خلکو ته لارښوونه کوي، همدارنګه ډاکټران هم په روغتیایي مسایلو پوهیږي او خلک یې باید لارښوونو ته غوږ کیږدي، او خپل ماشومان واکسین کړي.“

د یادونې وړ ده چې په زابل ولایت کې ټولټال تر ۲۰۰۰۰۰ زیات ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، چې ګڼ شمېر یې په تېرو کلونو کې د بیلا بیلو عواملو له امله له واکسین څخه پاتې کیدل.

بل پلو، روغتیایي کارکوونکي وایي چې خوارځواکي او په چاپيریال کې د ګوزڼ د ویروس شتون، د ماشومانو د روغتیا پر وړاندې لوی ګواښ بلل کیږي، او ژر تر ژره یې باید مخه ونیول شي.

‌د زابل ولایت یو تن روغتیایي کارکوونکي، ډاکټر ګل محمد، خپل نظر داسې شریکوي: ” له بده مرغه پدې تیرو څو میاشتو کې د ماشومانو د خوارځواکي کچه لوړه شوې. موږ له روغتیایي چارواکو غواړو چې د پولیو ضد مبارزې تر څنګ، باید یادې ستونزې ته هم جدي پاملرنه وکړي.“

همدارنګه، نوموړي له کورنیو وغوښتل چې باید په خپلو سیمو کې له موجودو امکاناتو ګټه پورته کړي، او خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له معلولیت څخه خوندي پاتې شي.‌

XS
SM
MD
LG