د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو ایران 'د منځني ختیځ په بې ثباتۍ' تورن کړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د ایران حکومت د فارس خلیج په حوزه کې د گډوډۍ په جوړولو او د دې سیمې د امنیت په خرابولو تورن کړ.

مایک پمپیو، د پنجشنبې په ورځ ناوخته ټویټر کې ولیکل چې "په یمن کې د حوثیانو سره د ایران ملاتړ نه یواځې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پر ضد د حملو سبب کیږي، بلکه په یمن کې د اوسني سخت بشري کړکیچ خطر نور هم زیاتوي."

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي دي چې "(د ایران مذهبي مشر) آیت‌الله (علی) خامنه‌ یي باید د (فارس) خلیج د امنیت د گډوډلو او د یمن د خلکو د رنځ د دوام ځواب ورکړي."

ښاغلي پمپیو د چارشنبې په ورځ (جون ٢٧) هم ویلي و چې متحده ایالات به پر ایران فشار راوړلو زیات کړي او واشنگټن اوس د نړۍ په گوټ گوټ کې د خپلو شریکانو سره خبرې کوي چې د ایران پر ضد "د تاریخ تر ټولو سخت بندیزون" ولگول شي.

امریکایي مقاماتو په منځني ختیځ کې د ایران په فعالیتونو هم سخت انتقاد کړی دی او هغه یې په سیمه کې "بې ثباته کوونکي" بللي دي، په ځانگړې توگه په عراق، د لبنان د حزب الله او په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت او په یمن کې د حوثي یاغیانو سره د ایران ملاتړ یې غندلی دی.

د ایران په اقتصاد باندې د بندیزونو اثر

په تیرو دوو کلونو کې د ایران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون وروسته تهران څو ځلې بالستیک میزایل و ازمایل. غربي هیوادونو په ځانگړې توگه امریکا د ایران پدې اقدام سخت انتقادونه وکړل او په پای کې امریکا له دې تړون ووتله.

د اټومي تړون نه د امریکا له وتلو وروسته د نورو لاس لیک کوونکو هیوادونو د مخالفت سره سره واشنگټن پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه ولگول او په عین وخت کې یې نړیوالې هڅې پیل کړې چې په ټوله نړۍ کې خپل شریکان پدې قانع کړي چې پر ایران باندې تازه بندیزونه ولگوي، هغه بندیزونه چې د ایران په اقتصاد یې رمنفي تاثیر کړی دی.

په یو وروستي مورد کې د ایران د پانگونې یو لوړپوړي مقام ویلي دي چې پر ایران باندې د امریکا د نویو بندیزونو لگولو وروسته، په هیواد کې په زرگونو بشري قوی په خصوصي سکتور کې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او د ایران اقتصادي وضیعت په خرابیدو دی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایسنا، د پنجشنبې په ورځ د ایران د سوداگرۍ، صنایعو، کانونو او کرهڼې د خونې د مرستیال حسین سلاح ورزي، له خولې لیکلي دي چې د مارچ او می میاشتو ترمنځ ددې هیواد ٥٠ زره کاري قوی خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. خو ښاغلي سلاح ورزي چې د تهران وکیلانو ته یې خبرې کولې پدې اړه جزییات وړاندې نه کړل. خو ټولنیزو رسنیو او مدني فعالینو ویلي دي چې د دې هیواد په لسگونو زرو کارگرانو په فابریکو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG