د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: امریکا په ایران کې د رژیم د بدلولو هڅه نکوي


ښاغلی پمپیو د کانگرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د څرگندونو پر وخت
ښاغلی پمپیو د کانگرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د څرگندونو پر وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي د دونالد ټرمپ اداره په ایران کې د رژیم د بدلولو هڅه نکوي، بلکه امریکا هڅه کوي چې نړیوال توافق ترلاسه کړي چې تهران "د یو عادي ملت په توگه" چلند وکړي.

ښاغلي پمپیو د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي دي چې د امریکا حکومت داسې پلانونه تر لاس لاندې لري چې په تهران باندې یو ځل بیا د پخوانیو بندیزونو د لگولو تر څنگ پرې نوي بندیزونه ولگوي ترڅو "ایران د بدو کارونو د کولو لپاره پانگه ونلري".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته ویلي چې واشنگټن غواړي د جون د میاشتې په لومړیو یا نیمایي کې د اروپایي ټولنې د چارواکو په گډون د خپلو متحدینو سره غونډه وکړي چې د ایران د اټومي وسلو د انکشافاتو په هکله نور گامونه اوچت کړي.

د ایران د اټومي تړون له مخې تهران د یورانیمو د غني کولو پروسه چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي ودروله او په بدل کې هغه نړیوال بندیزونه چې د ملگرو ملتونو له لورې پر ایران لگول شوي وو، لغو شول.

د متحدینو سره د لیدنې کتنې هڅه وروسته له هغې پیل شوه چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ امریکا د ایران سره د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې نه وایستله.

د امریکا متحده ایالات وایي غواړي په راتلونکو میاشتو کې پر ایران باندې یو ځل بیا پخواني او نوي بندیزونه ولگوي چې تهران بیرته د خبرو میز ته راشي او د بالستیک میزایلو د پروگرام او په منځني ختیځ کې د هغه هیواد د پوځي پرمختگونو په اړه مذاکره وکړي.

خو پنځه نور ځواکمن هیوادونه بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه چې د ایران سره یې اټومي موافقه لاس لیک کړې ټولو ویلي دي چې دوی د ایران سره د لاس لیک شوې اټومي موافقې ملاتړ کوي.

د ایران سره د اټومي موافقې لاس لیک کوونکي هیوادونه هڅه کوي چې دغه موافقه وژغوري. ایران گواښ کړی دی چې که د امریکا له لورې پرې نوي اقتصادي بندیزونه ولگول شي، نو اټومي موافقې ته به شا کړي.

د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې په یو رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې ایران د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې سره سم پرمخ ځي. دغې ادارې له ایران غوښتي چې د موافقې په اساس په خپلو ژمنو عمل وکړي چې نړیوال ددې هیواد سره د اټومي موافقې په هکله ډاډمن شي.

XS
SM
MD
LG