د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د ایران د اټومي موافقې په هکله لا تصمیم ندی نیول شوی


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوی سفیر مایک پامپیو بروکسل ته له سفر وروسته نن د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسید چې له هغه ځایه به اسرائیل او اردن ته هم لاړ شي.

تمه ده چې د سعودي عربستان، اسرائیل او اردن له مشرانو سره د ښاغلي پمپیو د بحث موضوع به ایران او په منځني ختیځ کې د هغه هیواد فعالیتونه وي.

ښاغلي پمپیو چې تازه یې کار پیل کړی د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر اوسه تصمیم ندی نیولی چې د ایران د اټومي موافقې نه ووځي او یا نه.

خو هغه زیاته کړه چې که د ایران په اټومي موافقې کې موجدوې ستونزې حل نشي ښایي جمهور رئیس ټرمپ په راتلونکې می میاشتې کې له دې موافقې ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې د ایران د اټومي موافقې ستونزه د خپلو سیالانو سره شریکه کړې ده او دغه موضوع سعودي عربستان، اسرائیل او اردن ته د هغه د سفر د اجندا په سر کې ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، هم د پنجشنبې په ورځ ویلي چې امریکا په دې هکله تر اوسه تصمیم ندی نیولی چې د ایران سره د اټومي موافقې څخه چې په ٢٠١٥ کې لاس لیک شوې ووځي او که نه.

ښاغلی ټرمپ به د روان کال د می د میاشتې تر ١٢ پورې تصمیم ونیسي چې په تړون کې پاته کیږي او که نه.

د ایران د اټومي تړون لغوه کول د هغو عمدو موضوعگانو له جملې څخه وه چې ښاغلي ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارزو په لړ کې پرې ټینگار کاوه.

د ایران اټومي موافقه د ٢٠١٥ کال د جولای په ١۴ د ایران او د نړۍ د پنځو ځواکمنو هیوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني ترمنځ لاس لیک شو. ددې ټرون په بنسټ ایران د یورانیمو له غني کولو څخه لاس واخیست او په بدل کې یې پر هغه هیواد باندې د لویدیځ له لورې لگیدلي اقتصادي بندیزونه لغوه شول.

XS
SM
MD
LG