د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ په کابل کې خونړی برید "غیرې انساني عمل" وباله


د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ فرانسس په کابل کې د شنبې د ورځې برید غندلی او "غیری انساني"عمل یې بللی.

پاپ نن یکشنبه مې ۹ (غوایي۱۹) د دعا د مراسمو وروسته وویل، " راځئ د ټولو قربانیانو، د هغوی د کورنۍ غړیو او په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د خدای دربار ته دعا وکړو".

د کابل د دشت برچي په سیمه کې د سیدالشهدا د نجونو په ښوونځی د شنبې د ورځې په برید کې د ۵۰ نه ډیر کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ پورته ټپي شول.

د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر وویل، " په کابل کې د تیرې ورځې ترهګریز برید قربانیانو ته دعا کوو. دا غیرې انساني عمل و چې ګڼ شمیر نجونې پکې د ښوونځي نه د وتلو پر وخت ووژل شوې. "

د افغانستان حکومت د برید ملامتي په طالبانو اچولې خو طالبانو بیا په برید کې لاس لرل رد کړیدي.

پاپ فرانسس همدارنګه په بیت المقدس کې د مسلمان لمونځ کوونکو سره د اسرائیل د امنیتي ځواکونو د تشدد ډکې کړنې غندلي.

هغه د تشدد پای ته رسیدل غوښتي او غږ یې کړی چې د اقصی جومات دې د ټولو مذهبونو او ټولو کلتورونو وي.

د فلسطیني مسلمانانو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ په اخ او ډب کې سلګونه فلسطینیان ټپي شوي چې په نړیواله کچه غندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG