د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په جګړه کې د 'امپراتوریو' ګټې نغښتي دي - پاپ فرانسس


د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د اوکراین د جګړې په اړه څرګندونې وکړې
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د اوکراین د جګړې په اړه څرګندونې وکړې

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس په یوه مرکه کې چې د جمعې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۱۹) خپره شوه، ویلي چې د اوکراین په جګړه کې "د امپراتوریو ګټې" ښکیلې دي او دا چې "ستر قدرتونه" په هغه هیواد کې جګړه کوي.

پاپ فرانسس، د سویس تلویزیونRSI) ) سره په مرکه کې، څرګنده کړه چې څنګه یې د سولې د خبرو اترو لپاره مسکو ته د تګ وړاندیز وکړ، خو د مخالفت سره مخ شو.

د سویس د تلویزیون لخوا د خپاره شوي متن له مخې، پاپ فرانسس د دې مرکې په یوه برخه کې وویل چې "پوتین پوهیږي چې ماته لاسرسی شته."

خو د نړۍ د کاتولیکانو مشر د دې مرکې په دوام کې ویلي چې " هلته [اوکراین] د امپراتوریو ګټې دي، نه یوازې د روسیې امپراتورۍ بلکې د نورو اړخونو امپراتوران هم." دا د امپراتوریو لپاره یو معمول کار دی چې ملتونه په دوهم ځای کې وي."

پاپ فرانسس چې د ارجنټاین دی، څو ځلې یې په اوکراین کې د سولې غوښتنه کړې ده. پر اوکراین د پوځي یرغل په لومړیو میاشتو کې پر پاپ فرانسس نیوکه وشوه چې مسکو یې په مستقیم ډول پر اوکراین باندې د پوځي یرغل په وجه ندی غندلی.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په دې مرکه کې، یو ځل بیا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شخړو په اړه خپله ارزونه په ډاګه کړه او ټینګار یې وکړ چې دا شخړې په "دریمې نړیوالې" جګړې اوښتي دي.

پاپ فرانسس وویل: "ټول ستر قدرتونه په [جګړه کې] ښکیل دي؛ د اوکراین کې د جګړې په ډګر کې. ټول هلته جګړه کوي."

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل وروسته لویدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا له اوکراین سره د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په ګډون لویدیځو مشرانو ویلي دي چې دوی به له اوکراین سره تر هغه وخته پورې مرستې وکړي چې روسیه د اوکراین له خاورې ووځي، هغه غوښتنه چې تر اوسه یې هیڅ کومه نښه نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG