د لاس رسي وړ اتصالات

غني: نه پوهیږو چې پاکستان له موږ څه غواړي؟


د کنفرانس ګډونوالو د کابل د وروستیو خونړیو پيښو قُربانیانو ته په درناوي د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.
د کنفرانس ګډونوالو د کابل د وروستیو خونړیو پيښو قُربانیانو ته په درناوي د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د 'کابل پروسې' د سولې او امنیت کنفرانس ته په وینا کې، د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چي د مذاکرې لپاره ‌خپله اجنډا او میکانیزم افغان حکومت ته وړاندې کړي، چې په مرسته یې سیمه سولې او ثبات ته ورسیږي.

د دغه کنفرانس لپاره په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د کنفرانس ځای ته ټولې غځیدلې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي. خو د دغو سختو امنیتي تدابیرو سره سره نن له غرمې مخکې یولس نیمې بجې د کابل ښار پر مرکزي برخې یو توغندی ولګید.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ ته وویل دا توغندی د نهمې امنیتي حوزې مربوط د شش درک په سیمه کې د ټینیس د لوبې پر یو میدان لګیدلی، چې چا ته یې د سر زیان نه دی اړولی.

دې کنفرانس ته د ولسمشر غني وینا هم تر ډیره پر امنیتي ننګونو رانغښتې وه. ولسمشر غني وویل چې کابلیان په داسې حال کې نن د دې کنفرانس کوربانه دي، چې هغوی د تیرو ورځو د خونړیو پیښو د غم پر ټغر ناست دي.

هغه زیاته کړه، چې د چهار شنبې ورځې په برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.

ولسمشر غني وویل، افغانان تر بل هر چا سولې ته اړتیا لري، ځکه چې پر وینا یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۷۵۰۰۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

افغان ولسمشر د کنفرانس ګډونوالو ته وویل، ‌له هغې ورځې راهیسې چې ‌واک ته رسیدلی، پاکستان ته یې په سختو او حساسو حالاتو کې د دوستۍ لاس اوږد کړ خو د هغوی له لورې رد شو.

ښاغلي غني وویل، د جګړې او تروریزم د ختمولو لپاره یې، په تیرو دوه نیمو کلونو کې له پاکستان سره په مختلفو پړاونو کې دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې پیل کړې، خو نتیجه یې ورنکړه.

هغه وویل "موږ له پاکستان سره سوله غواړو، موږ غواړو چې پر پاکستان باور وشو کولی، موږ غواړو داسې یوه اړیکه ولرو چې د دواړو هیوادونو د ودې او په دواړو خواو کې د فقر کچې د ټیټیدو لامل شي، خو ستونزه داده چې موږ نه پوهیږو پاکستان څه غواړي؟ بالاخره هغه څه دي، چې پاکستان قناعت پیدا کړي، چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی او د سیمې په ګټه هم دی."

د افغانستان ولسمشر د سولې د خبرو په برخه کې د وروستي فُرصت په توګه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې برنامې له افغان لورې سره شریکې کړي.

د افغانستان ولسمشر دغه راز وویل، سره له دې چې د هیوادونو تر منځ د همکاریو کچې سمون موندلی، خو لا هم د تروریستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازمه تګلاره او چوکاټ رامنځ ته شوی نه دی.

"تر هغې چې موږ د تروریزم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره یو مشخص چوکاټ جوړ نه کړو، د وړو ډلو په نښه کول به ګټه ونکړي. نړیوالې ټولنې ژمنه کړې، چې له تروریزم څخه د هیوادونو ملاتړ او د هغوی تمویل کول به و نه زغمي او موږ له نړیوالو غواړو، هغه ژمنې چې یې کړي، عملي کړي ترڅو تاوتریخوالی او تروریزم پا ته ورسیږي."

هغه د افغانستان جغرافیه‌یي موقعیت ته په اشارې وویل، چې نړیوال تروریزم د دغه هیواد له پیچلې جغرافیه‌يي جوړخت څخه په استفادې، دلته فعالیت کوي.

نظام کې سیاسي لانجې او له طالبانو سره سوله

د افغانستان ولسمشر وویل، چې حکومت یې له فساد سره د مبارزې او کمزورې رهبرۍ په برخو کې له ستونزې سره مخ دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانستان دغه راز، د سیاسي کړیو او حکومت تر منځ اختلافاتو سره لاس او ګریوان دی، خو له دغو ستونزو سره سره حکومت یې د اصلاحاتو راوستلو او د وضعیت سمولو ته ژمن دی.

ولسمشر غني دغه راز ټینګار وکړ، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅو ته دوام ورکوي خو ویې ویل، چې دا فُرصت به د تل لپاره نه وي.

افغان حکومت په داسې حال کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر هڅو ټینګار کوي، چې دغې ډلې په وار وار د سولې خبرو ته له حاضریدو ډډه کړې، خو ښاغلي غني وویل، د افغانانو هدف بریا نه بلکې سوله ده او په داسې شرایطو کې چې طالبان سولې ته تیار نه دي، سوله نشي کیدلی.

هغه وویل "سوله یواځې د سولې د تړون لاسلیکول نه دي. باید یوه دوامداره سوله تامین شي چې د عدالت وړاندې کول او کار ایجادول یې اړین شرطونه دي. سوله باید د یو ملي بحث له لارې تامین شي او موږ به په دې برخه کې یوه ملي برنامه جوړه کړو، د سولې د خبرو ځای باید د یوې دوه اړخیزې موافقتنامې له مخې وټاکل شي، که په دې برخه کې موافقه وشي، طالبانو ته به اجازه ورکړو چې دفتر پرانیزي، خو دا فرُصت به د تل لپاره هغوی ته نه وي."

ولسمشر غني په نظام کې دننه ستونزې ومنلې خو ویې ویل، چې حکومت یې اصلاحاتو ته ژمن دی او په ځانګړې توګه په امنیتي سکتور کې په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت کې چې پر وینا یې په کې فساد شتون لري، اصلاحات راولي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړي کول په دې معنی ده، چې طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي کیدلی نشي.

د ولسمشر غني پر وینا حکومت یې چمتو دی چې سولې ته د لارې هوارولو په موخه مذاکره وکړي، خو زیاته یې کړه، څوک دې دا ګومان ونکړي، چې د ویرې او فشار له امله مذاکرات غواړي.

د افغانستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په صداقت سره د افغانانو په رهبرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او افغان حکومت ته د تروریزم، فساد او نشه‌يي توکو د مخنیوي لپاره امکانات برابر کړي.

په دې کنفرانس کې ګډونوال هیوادونه او نړیوالې ادارې په دوو ډلو کې، د افغانستان د سولې له بهیر څخه د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ملاتړ پر راجلبولو، د افغان سولې د خورو ورو خبرو د همغږي کولو او له تروریزم سره د پریکنده مبارزې پر رامنځ ته کولو بحث کوي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي د سولې په برخه کې او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امنیت په برخه کې د خبرو مشري په غاړه لري.

د کنفرانس د بحثونو پایلې به د نن ورځې په اوږدو کې د افغانستان د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله له خوا اعلان شي.

د دې کنفرانس په پرانیست غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‌الدین رباني ګډون نه وو کړی.

هغه تیره ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې، افغان حکومت سره د جمعیت اسلامي د ګوند همکاري د دریو شرطونو عملي کیدو پورې تړلې وبلله او ویې ویل، چې په دې کنفرانس کې به د هغه د ګډون او نه ګډون کولو په اړه د اسلامي جمعیت ګوند موقته رهبري شورا پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG