د لاس رسي وړ اتصالات

غني د رازق کورنۍ سره غمشریکۍ لپاره کندهار ته تللی


جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ کندهار کې په یو تروریستي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ کندهار کې په یو تروریستي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د سه شنبې په ورځ (لړم اول) د جنرال عبدالرازق د کورنۍ او د کندهار له خلکو سره د دغه ولایت د پخواني امنیه قومندان د مړینې له امله د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره کندهار ته رسیدلی دی.

جمهور رئیس غني له کابل څخه د کندهار هوايي ډګر ته د رسیدلو وروسته په هلیکوپټر کې د کندهار ښار ته لاړ.

په کندهار کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال عزیزالله پوپل وايي، دغه ولایت ته د جمهور رئیس غني د سفر پر مهال سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

د ښار لار کوڅې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوي او د خرقې شریفې او د ولایت ماڼۍ شاوخوا ته د نورو سرتیرو سربیره د جمهوري ریاست د امنیت ساتونکي ځواکونه هم ځای پرځای شوي دي.

جمهور رئیس غني د خرقې شریفې زیارت سره نږدې د قومندان عبدالرازق قبر ته د دعا دلاسونه پورته کړل او بیا له هغه ځایه د هغه د کورنۍ د غړو سره د خواخوږۍ لپاره د هغه کور ته هم لاړ.

په پام کې ده، چې جمهور رئیس غني به د دغه سفر پر مهال د کندهار ولایتي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

قومندان عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایت په ماڼۍ کې په یو تروریستي برید کې د کندهار د ملي امنیت د رئیس جنرال عبدالمومن سره ووژل شول.

په دغه برید کې د کندهار د والي او د بهرنیو ځواکونو درې منسوبین ټپیان شول.

جمهور رئیس غني کندهار ته د تللو وړاندې د دوشنبې په ورځ د جنرال عبدالرازق کشر ورور تادین خان اڅکزی د دغه ولایت د پولیسو د قومندانۍ د سرپرست په توګه وټاکه.

جمهور رئیس غني کندهار ته په داسې حال کې تللی، چې د دغه ولایت ځینو سپین ږیرو او مخورو د افغان حکومت پر چارواکو د جنرال عبدالرازق د کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره دغه ولایت ته پر نه تللو انتقادونه کړي دي.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د یکشنبې په ورځ د جنرال عبدالرازق کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره کندهار ته تللی وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG