د لاس رسي وړ اتصالات

غني: له سیاسي لارې سولې ته د رسېدو په هڅه کي یو


اشرف غني: له خپلو متحدینو سره د سیاسي لارې سولې ته رسېدو هڅه کي یو
اشرف غني: له خپلو متحدینو سره د سیاسي لارې سولې ته رسېدو هڅه کي یو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هیواد کې سوله او ثبات د ټولو هیوادونو او سیمې په ګټه وبلل او وايي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو او سولې ثبات ټینګېدو په هدف هڅې روانې دي.

ښاغلي غني نن سې شنبه مارچ ۳۰(وري ۱۰) په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې وویل: "سوله زموږ لپاره یوه هیله نه ده، بلکې یو ضرورت دی، موږ له خپلو متحدینو سره د سیاسي لارې سولې ته د رسېدو په هڅه کي یو... موږ هیله من یو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او زورواکي ختمه شي."

ولسمشر غني یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک پر انتقال ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه ټاکنې باید د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې تر سره شي.

هغه د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د پرمختګ په برخه کې د سیمې هیوادونو رول مهم وباله او ویې ویل چې د افغانستان او تاجکستان اړیکې د متقابل احترام پر اساس ولاړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه وبلله.

د اسیازړه ـ استانبولې پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د تاجکستان او افغانستان د ولسمشرانو او د ۱۳ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې پرانیستل شو.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یاد کنفرانس ته وینا کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګېدو غوښتونکی دی.

نوموړي نن وویل چې له افغانستان سره همکاري یې د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ده.

د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشاره وویل چې یاده ستونزه پوځي حل لاره نلري او په وینا یې د افغانستان د اوسنیو مشکلاتو د اساسي هواري لار په دپلوماسي، سیاست او د دغه هیواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې ده.

نوموړي زیاته کړه: "تاجکستان په دغه هیواد (افغانستان) کې د امنیت او سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه د افغان حکومت له دریځ څحه ملاتړ کوي.

موږ هیله لرو چې په دغه مذاکراتو کې د ټولو خلکو ګټې په نظر کې ونیول شي. نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي هیوادونه باید له ځپل شوي افغانستان څخه خپل مرسته ونه سپموو."

هغه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګېدو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ او له نورو هیوادونو څخه یې هم وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG