د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حاجیانو د راستنیدو لړۍ د چهارشنبې په ورځ پیلیږي


سږکال نږدې ۳۱زره افغانان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي.
سږکال نږدې ۳۱زره افغانان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بیرته راستنیدو لړۍ د چهارشنبې په ورځ پیلیږي او په دیرشو ورځو کې به پای ته ورسیږي.

د دغه وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د چهارشنبې په ورځ به له سعودي عربستان څخه ۸۰۰ افغان حاجیان په دریو پروازونو کې افغانستان ته راستانه شي.

هغه وویل "د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر په څلورو بجو زموږ د حاجیانو لومړنۍ پرواز د مزارشریف ښار ته دی، دویم پرواز د ماښام په شپږ بجو کابل او درېیم پرواز د شپې په اته بجو هرات ولایت ته دی".

سږکال د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي، چې ۳۱زره په کې افغانان دي.

په تیرو کلونو کې افغان حاجیانو سعودي عربستان ته تګ، هلته د اوسیدو او بیرته راستنیدو پر مهال د آسانتیاو پر کموالي نیوکې درلودې.

خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال وویل، چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال د حج مراسم په ډیره منظمه توګه ترسره شول او افغان حاجیانو د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ښې آسانتیاوې برابرې شوې وې.

ښاغلي عابد ټینګار وکړ، چې د افغان حاجیانو د بیرته راستنیدو په بهیر کې به خنډ او ځنډ رامنځ ته نشي او د پلان شوي مهال‌ویش له مخې به په ټاکلي وخت خپل هیواد ته راستانه شي.

ښاغلي عابد زیاته کړه، چې دا ځل د حج د مراسمو د ترسره کولو پرمهال لس تنه افغان حاجیانو د عمر د زیاتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه لادرکه شوي دي.

هغه دغه راز وویل، چې شپاړس تنه افغان حاجیان په سعودي عربستان کې ناروغ شوي او اوسمهال د هغه هیواد په یو روغتون کې بستري او تر درملنې لاندې دي.

د ښاغلي عابد پر وینا، سږکال د افغانستان درې تنه ښځینه حاجیانو د حج د مراسمو په بهیر کې زیږون کړی چې یوې ښځې په کې دوه غبرګولي ماشومان زیږولي دي.

XS
SM
MD
LG