د لاس رسي وړ اتصالات

د فاریاب د نوي والي د ټاکلو پر ضد مظاهرې


د فاریاب نوی والي محمد داوود لغمانی
د فاریاب نوی والي محمد داوود لغمانی

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې محمد داوود لغمانی نن دوشنبه مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) د فاریاب لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د حکم له مخې، محمد داوود لغمانی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین صبغت الله غزنوي له لوري، د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ."

نوی والي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو د معین صبغت الله غزنوي له لوري د فاریاب د نوي والي په توګه پداسې حال کې معرفي شو چې د فاریاب ولایت سلګونو اوسېدونکو د نوي والي د معرفي کېدو سره په مخالفت کې نن دوشنبه لاریون پيل کړی دی.

د والي له معرفي کېدو سره مخالفت کې لاریون
د والي له معرفي کېدو سره مخالفت کې لاریون

معترضین د ولایت مقام د دروازې په تړلو سره ګواښ کوي چې نوی والي نه مني. دغه اعتراضونه له تیرو دوو ورځو راهیسې د فاریاب مرکز مېمنه کې پيل شوي دي.

له لاریونونو سره هم مهاله د فاریاب ولایتي شورا وایي چې محمد داوود لغماني د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي شوی او خپل کار یې پیل کړی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني امریکا غږ ته وویل چې نوی والي معرفي شوی او کار یې پیل کړی دی.

د حکومت لخوا فاریاب ته نوی والي محمد داوود لغمانی نن په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې د نوي والي په توګه معرفي شو.
د حکومت لخوا فاریاب ته نوی والي محمد داوود لغمانی نن په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې د نوي والي په توګه معرفي شو.

د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند پلویانو له تیرې ورځې د فاریاب ولایت مقام مخته د اعتراض په توګه خېمه وهلې ده.

تر دې مخکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي و چې دغه ولایت د یو پلاوي په تګ سره رامنځته شوي ستونزې هواري شوي دي.

تیره ورځ هم مېمنې ښار ته د نوي والي داوود لغماني د انتقالولو طیاره له ناستې پرته بیرته مزارشریف ته وګرځېدله.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي د نوي والي د معرفي کېدو په اړه څه نه وايي.

XS
SM
MD
LG