د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون کوونکو د دوهمې ورځې لپاره د کابل ـ کندهار لار تړلې


د کندهار - کابل لار نن هم لاریون کوونکو د غزني د قره باغ د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوهمې ورځې لپاره تړلې ده.
د کندهار - کابل لار نن هم لاریون کوونکو د غزني د قره باغ د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوهمې ورځې لپاره تړلې ده.

په غزني ولایت کې لاریون کونکو د کابل – کندهار لویه لار د احتجاج په ډول د ترافیکو پرمخ د دوهمې ورځې لپاره تړلې ده، چې له امله یې مسافرو تيره شپه په سړه هوا کې شپه تېره کړې ده.

لاریون کونکي د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دغې لارې ته را وتلي او پر دغه لویه لار یې د موټرو ته د تګ راتګ مخه نیولې ده.

له کندهار څخه کابل ته تلوونکي مسافر سید احمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې سل ګونه مسافر په قره باغ ولسوالۍ کې بند پاته دي.

سید احمد وویل" د نن سهار را هیسې د کابل څخه د کندهار او غربي ولایتونو په لور او دغه راز له کندهار څخه د کابل پر لور تلوونکي په سل ګونو مسافر وړونکي بس موټر او لارۍ د لارې یوې او بلي خواته بند پاته دي".

په کندهار کې د مسافر وړونکو بسانو د اتحاديې مسئولین وايي چې د دې لارې د بندیدو له کبله تر لس زرو زیات مسافر چې له هرات، قراه، نیمروز او کندهار ولایتونو څخه يې د کابل پر لوري سفر کاوه د قره باغ ولسوالۍ د کرو په سیمه کې د لارې خلاصون ته له پرون راهیسی انتظار اوباسي.

د احمد شاه بابا ابدالي بس ترانسپورت مرستیال حاجي اغاجان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دوی د شرکت اړوند ۶۳ بسان چې هر بس يې تر ۵۰ پوري مسافر لیږدوي په سیمه کې بند پاته دي.

د کابل – کندهار لویه لار د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځې رادیخوا تړلې ده.

د قره باغ ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې په سیمه کې د دوو قبیلو ترمنځ چې د یوې قبیلې مربوط یو شمیر غړي په سیمه ییزو پوليسو کې دندې لري د اوبو د شخړې په پايله کې پر یوه کور یرغل کړی، دوه تنه يې وژلي ، ۲ ټپیان کړي او ۲ تنه نور يې له ځان سره ژوندي بېولي دي.

د قرباغ ولسوال صاحب خان الهام مني چې د ولسوالۍ د شېراباد او نېخته کلیو د اوسیدونکو ترمنځ له تېر کال راهیسې د زراعتي اوبو پر سر شخړه پیدا شوې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ولایتي اداره د ستونزې د حل لپاره هڅې کوي او ممکن دا ستونزه نن حل شي.

XS
SM
MD
LG