د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني اوسیدونکو د لارې تړلو اعتراض دریمې ورځې ته غځیدلی دی


د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو نن د دریمې ورځې لپاره د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل کندهار لویه لار تړلې ده.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو نن د دریمې ورځې لپاره د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل کندهار لویه لار تړلې ده.

کندهار ـ کابل لویه لار په غزني ولایت کې نن د دریمي ورځی لپاره هم لاریون کونکو د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

دغه راز لاریون کونکو د غزني په ولایتي مرکز کې هم دولتي ادارو ته د مراجعینو د تګ راتګ مخه نیولې.

د ستونزې د حل لپاره له کابل څخه پرون ماښام د ولسمشر د سلاکار محمد علم راسخ په مشرۍ د لوی څارنوالی، دفاع او کورنیو چارو د وزراتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادراې د استازو په ګډون پلای هم غزني ته رسیدلي خو د لاریون تنظیمونکي وايي چې خبرې يې پایلې نه لرلې.

د کابل ـ کندهار لویه لار د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځی را پدېخوا تړلې ده.

د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد د کلي اوسیدونکې ادعا کوي چې په سیمه کې د دوو قبیلو ترمنځ، چې د یوې قبیلې مربوط یو شمېر غړي يې په سیمه ییزو پوليسو کې دندې لري د اوبو د شخړې په پايله کې پر یوه کور یرغل کړی، دوه تنه يې وژلي ، دوه تنه يې ژوبل کړي او دوه نور يې له ځان سره ژوندي بېولي دي.

د لاریون یو تنظیمونکي محمد فاروق ترکي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې حکومتي پلاوي څخه دوی غوښتې چې د پېښې پر عاملینو عدالت تطبیق شي او دوه تنه یرغمل شوي کسان دي خوشې شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې نن لاریون کونکو په غزني ولایت کې دولتي ادارو ته د مراجعینو د تګ راتګ مخه هم نیولې ده.

ښاغلي ترکي وویل " پلاوي ته موږ وويل چې د لارې پر سر بند پاته مسافرو مسئولیت ستاسي په غاړه دی، موږ د یرغمل شویو کسانو خوشې کیدل غواړو او د پېښې عاملین دې محاکمه شي خو دوی وويل چې موضوع له کابل سره شریکه وي او وروسته به يې په اړه دوی ته ځواب وويل شي".

په کندهار کې د ترانسپورتي شرکتونو اتحادیه وايې چې د لارې د بندیدو له کبله مسافر وړونکو بسانو چلوونکو د کابل او کندهار څخه خپل تګ راتګ هم درولی.

د لاریون بل تنظیمونکی انجنیر صدیق الله ذهین امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د ستونزې د حل تر وخته به لار د ترافیکو پر مخ تړلې وساتي او نن غواړي چې د پکتیکا او غزني لویه لار هم د احتیجاج په ډول د ترافیکو پر مخ وتړي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ولایتي اداره او له کابل څخه د ستونزي د حل لپاره دغه ولایت ته ورغلی پلاوی په ګډه هڅه کوي چې ستونزه ژر حل کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG