د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې د 'پوځ په برید کې د ماشومانو د وژنو' خلاف احتجاج ختم شو


د پاکستاند خیبرپښتونخوا ایالت په مختلفو سیمو کې د څه مودې راهیسې د ناامنۍ د پیښو پر خلاف لاریونونه او پرلتونه ترسره شوي دي. (عکس ارشیف).
د پاکستاند خیبرپښتونخوا ایالت په مختلفو سیمو کې د څه مودې راهیسې د ناامنۍ د پیښو پر خلاف لاریونونه او پرلتونه ترسره شوي دي. (عکس ارشیف).

د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان او خيبر قبايلي سيمو کې په توغول شويو هاوان مرميو کې د څلورو ماشومانو د وژلو او د شپږو د ژوبلېدو پرضد احتجاجونه له پوځي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته پای ته رسېدلي دي.

د جنوبي وزيرستان د شکتوې سیمې اوسېدونکو د نومبر پر نهمه (لړم ۱۹) د پوځي کېمپ مخې ته له هغه وروسته پرلت وهلی و چې د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) د پوځ لخوا په توغول شويو د هاوان مرميو کې دوه ماشومان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو. پرلتوالو د وژل شويو ماشومانو مړي هم د احتجاج په توګه د پوځي کېمپ مخې ته ايښي وو.

د احتجاجي پرلت یو ګډونوال شاه فېصل غازي د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې د دوی مهمه غوښتنه دا وه چې د پاکستان پوځ دې د هغو پوځي افسرانو پرضد قانوني اقدام وکړي چې د هاوان مرمۍ يې پر ملکيانو توغولې دي او ولس ته دې باور ورکړي چې بيا به دا ډول پېښې نه تکراريږي.

نوموړي زياته کړه: "موږ په احتجاج کې دا غوښتنه هم وکړه چې د پاکستان له قانون سره سم ټاکل شوی د خسارې جبران دې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته ورکړل شي او د شهيدانو لپاره چې په حکومتي توګه کوم مراعات اعلان شوي، هغه دې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته هم ورکړل شي."

د شاه فېصل غازي په وينا، امنيتي ځواکونو ولس ته د غوښتنو د منل کېدو ډاډ ورکړ او دوی د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) خپل احتجاجي پرلت ختم کړ.

د جنوبي وزیرستان يو انتظامي چارواکي هم د نوم نه خپرولو په شرط امريکا غږ اشنا ته ته تائید کړه چې د پرلتوالو غوښتنې منل شوي او احتجاج پای ته رسېدلی دی.

تر دې وړاندې، د نومبر پر شپږمه (لړم ۱۶) د خیبر د تیرا په بوټان شريف سيمه کې د هاوان مرميو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.

د هغې پېښې پرضد، د نومبر پر اوومه (لړم ۱۷) د تيرا قومي مشرانو او د وژل شويو ماشومانو خپلوانو د پېښور د قول اردو د دفتر مخې ته د مړيو په وړلو سره د احتجاجي پرلت اعلان کړی وو، خو د هغوی په وينا، پر اړهنګه امنيتي پوسته باندې امنيتي ځواکونو هغوی ايسار کړل او پېښور ته يې د تګ اجازه ور نه کړه. وروسته د قومي مشرانو او ځايي پوځي افسرانو ترمنځ مذاکرات بريالي شول او احتجاج کوونکو همهغه ماخوستن د ماشومانو مړي بېرته د ښخولو لپاره تيرا ته يووړل.

يو قومي مشر ملک ظاهر اپرېدی وايي چې پوځي مشرانو ژمنه ورسره وکړه چې نور به هلته توپخانې نه کاروي او نه به هم د ډرون له لارې پر ملکيانو مرمۍ توغوي. هغه زياته کړه چې پوځ د وژل شويو او ژوبلو ماشومانو کورنيو ته د مالي معاوضې ورکولو ژمنه هم وکړه.

په عين حال کې د خيبر د باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) په باړه بازار کې احتجاجي غونډه وکړه.

د باړې سياسي اتحاد مشر شيرين اپرېدي د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) امريکا غږ اشنا ته وويل چې تر دې وروسته به دوی خپل احتجاجونه پراخوي او د خيبر پښتونخوا د ګورنر او اعلی وزير د دفترونو تر څنګ به د نورو حکومتي دفترونو مخې ته هم د دا ډول پېښو پرضد احتجاجونه کوي.

په پېښور کې د چارو شنونکي شميم شاهد د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) امریکا غږ اشنا ته وویل چې د پوځ لخوا د ملکيانو په نښه کولو پېښې اوسنۍ نه دي بلکې له پخوا راهیسې روانې دي. "امنیتي چارواکي اکثره وخت دا وايي چې دا زموږ څخه په تېروتنه کې کېږي، خو زه دا نه منم چې دا په تېروتنه کې کېږي. په تېروتنه کې خو چېرته په پنجاب کې دا ډول پېښې ونه شوې، په کراچۍ کې ونه شوې. دا یوازې د پښتنو په سیمو کې ولې کېږي؟"

نوموړي زياته کړه: "زما په اند دا هېڅ جواز نه لري. دا هر څه پوځ قصداً کوي. پر دې سربېره پوځ خپل ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او هلته خلک بې له محاکمې ساتي. نو دا هر څه د يوه پلان له مخې کېږي."

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د هاوان د مرميو د توغولو په پېښو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس په وار وار احتجاجونه هم کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG