د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د طالبانو مهم مشر قاري برهان ووژل شو ـ دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د قاري برهان په نوم د حقاني شبکې یو مهم قوماندان په لوګر ولایت کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاد طالب قوماندان پرون د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت ویلي، چې له یاد قوماندان سره څو نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې قاري برهان د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته موټر بم، د عبدالحق څلور لارې په ډله ییز برید او په ۱۳۹۴ کال کې د شاه شهید په موټر بم حمله کې چې سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړول لاس درلود.

بیان وايي، چې نوموړی په لوګر ولایت کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر او د حقاني شبکې یو د باور وړ کس و، چې له القاعده شبکې سره یې هم همکاري لرله.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG