د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د الجزیره شبکې د تړلو غوښتنه "د منلو وړ" نده


د الجزیره تلویزیوني شبکه په عربي او انگلیسي ژبو خپرونې لري
د الجزیره تلویزیوني شبکه په عربي او انگلیسي ژبو خپرونې لري

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین، وایي چې د سعودي عربستان، مصر، بحرین او عربي متحده اماراتو له هوا د قطر نه د الجزیره تلویزیوني شبکې د تړلو غوښتنه د بیان او عقیدۍ په آزادۍ یوه " د نه منلو وړ" حمله ده.

د ښاغلي الحسین ویاند د جمعې په ورځ وویل چې د بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمیشنر د الجزیره تلویزیوني شبکې د تړلو په هکله د عربي هیوادونو په غوښتنه "سخته اندیښنه" ښودلې ده.

هغه همداشان وویل دا چې د الجزیره شبکې عربي او انگلیسي خپرونې څوگ خوښوي او که نه خو د ښاغلي الحسین د ویاند په وینا دغه خبري شبکه په میلیونونو نندارچیان لري او یوه مشروع رسنۍ ده.

د الجزیره تلویزیوني شبکې تړل د هغو ١٣ غوښتنو څخه ده چې سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو د قطر سره د اړیکو د بیرته عادي کولو په بدل کې له هغه هیواد نه غوښتي دي.

د قطر د کړکیچ په اړه د ټرمپ او اردوغان تیلیفوني خبرې

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره د قطر او عربي هیوادونو د اختلافونو په اړه تیلیفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ټرمپ او اردوغان د قطر د کړکیچ د حل د څرنگوالي ترڅنگ په دې هم ټینگار وکړ چې ټول هیوادونه باید ترهگرو ته د مالي ملاتړ په درولو او افراطیت د ایدیالوژۍ پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

سعودي عربستان، مصر، بحرین او عربي متحده اماراتو وروسته له هغې چې قطر یې د ترهگرۍ نه په ملاتړ او د ایران سره د نژدې اړیکو په لرلو تورن کړ د هغه هیواد سره یې دیپلوماتیکې او ترانسپورتي اړیکې وشلولې.

قطر ددغو څلورو عربي هیوادونو تورونه رد کړي دي او په دې کړکیچ کې ترکیې د قطر نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د امریکا جمهور ر٠ئیس دونالد ټرمپ هم ویلي دي چې قطر د ترهگرو سره مالي مرستې کوي.

د افغان طالبانو په گډون څو سخت دریځه اسلامي ډلې په قطر کې نمایندگۍ لري.

XS
SM
MD
LG