د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: له طالبانو مو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وایي له طالب مشرانو سره په کتنو کې یې له هغوی غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

ښاغلي آل ثانی د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په دوحه کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان ییف لودریان، سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې مخکې له وخته دي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژندل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د دولت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو سره یې وکتل.

ښاغلي آل ثاني زیاته کړه چې د طالبانو له مشرانو سره په پرونیو لیدنو کتنو کې یې د طالبانو مشرانو ته وویل چې د ښځو د حقونو او د هیواد په پرمختیا کې د هغوی د رول په ګډون د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې باید وساتل شي.

هغه همداشان وویل د طالبانو مشرانو هغه ته ویلي چې طالبان د نړیوالې ټولنې سره تعامل او په کابل کې د هغوی د سفارتونو پرانستل غواړي.

پدې ترڅ کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د سرپرستې کابینې په نسبت ناهیلې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو ډلې تر اوسه د یو ډیر معتدل او ټول شموله حکومت په جوړولو کې پاته راغلي دي.

ښاغلي لودریان وویل چې فرانسه او د نړۍ نور هیوادونه به پر طالبانو باندې فشار ته دوام ورکړي چې د نړۍ د نورو غوښتنو تر څنګ ترهګرو ته پناه ورنکړي، د بشري حقونو د مرستو مصوون انتقال ته اجازه ورکړي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو محاقظت وکړي.

هغه وویل: "تر اوسه هغه ځواب چې له کابل څخه مو ترلاسه کړی په هیڅ ډول زمونږ له توقعاتو سره برابرنه دي...اعلامیې [د طالبانو له لورې] صادرې شوې خو په عمل کې څه نشته، له دې وجهې هغو کړنو ته منتظر یو چې [طالبان] یې ترسره کوي."

له دې څخه یوه ورځ مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر طالبان "درواغجن" ګڼلي وو او ویلي یې وو چې پاریس د طالبانو له په رسمیت پیژندلو او ددې ډلې سره د هر ډول اړیکو درلودلو څخه ډډه کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د پاته فرانسویانو، افغان همکارانو د تخلیې د همغږۍ لپاره قطر ته سفر کړی دی.

د افغانستان څخه د تخلیې په چارو کې د اساسي رول درلودلو برسیره قطر په څو تیرو کلونو کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د امریکا-طالبانو د تړون د لاس لیک کیدو د مذاکراتو کوربه و.

XS
SM
MD
LG