د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن کې قران ته اور اچوونکی وژل شوی؛ په تړاو یې پنځه کسان نیول شوي


په ۲۰۲۳ کال کې د سلوان مومیکا له خوا د قران سوځولو پیښو په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي وو.
په ۲۰۲۳ کال کې د سلوان مومیکا له خوا د قران سوځولو پیښو په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي وو.

په سویډن کې د قران نسخو ته اور اچوونکی کس ددغه هېواد پایتخت سټاکهولم ته څېرمه په ډزو وژل شوی دی.

څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ، جنوري ۳۰ (سلواغه ۱۱) وویل چې د پيښې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې د سلوان مومیکا له خوا د قران سوځولو پیښو په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي وو.

څارنوال راسموس اومان وویل: "موږ د تحقیقاتو په ابتدايي پړاو کې یوو. ډیر معلومات راټول شوي. پنځه کسان په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي."

ټاکل شوې وه چې د سټاکهولم یوه محکمه د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړي چې ایا د عراقي عیسوي کډوال سلوان مومیکا اقداماتو توکمیز نفرت پارولی دی، خو دغې محکمې ویلي چې د هغه د وژل کېدو وروسته اوس د محکمې پرېکړه د فبروري دریمې نیټې ته ځنډېدلې ده.

مومیکا د سویډن په سودرتلیه ښار کې اوسېده. ددغه ښار پولیسو ویلي چې د چهارشنبې په شپه د ښار په یو اپارتمان کې د ډزو راپور ورکړل شو.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي، چې د پیښې ځای ته ورغلیو پولیسو په ډزو لګېدولی سلوان مومیکا وموند، روغتون ته ولیږدول شو خو وروسته یې ساه ورکړه.

پولیسو په ډزو لګېدولی سلوان مومیکا وموند، روغتون ته ولیږدول شو خو وروسته یې ساه ورکړه.
پولیسو په ډزو لګېدولی سلوان مومیکا وموند، روغتون ته ولیږدول شو خو وروسته یې ساه ورکړه.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په هغه باندې د ډزو پیښه کیدای شي په ټولنیزو شبکو کې په مستقیمه توګه ښودل شوې وي. د افتونبلاډټ رسنۍ ویلي چې بریدګر ښايي د بام له لارې د مومیکا اپارتمان ته داخل شوی وي.

د اګست په میاشت کې، پر مومیکا او د هغه سره ملګري سلوان نجم باندې د ۲۰۲۳ په اوړي کې څلور ځله "د یوې توکمیزې ډلې پروړاندې د نفرت پارولو" تور پورې شوی و.

ددغو کسانو په ضد د ثبت شوې دوسیې له مخې، هغوی د سټاکهولم د یو جومات مخې ته د قران د نسخو د سوځولو په ګډون دغه مقدس کتاب ته سپکاوی کړی او د مسلمانانو په اړه یې له سپکاوي ډکې څرګندونې کړي دي.

د قران د نسخو د سوځولو له پیښو وروسته د سویډن او د منځني ختیځ د څو هیوادونو تر منځ اړیکې خړې پړې شوي دي.

عراقي لاریون کوونکو د ۲۰۲۳ کال په جولای کې دوه ځله په پایتخت بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ، چې په دوهم ځل یې د سفارت ودانۍ ته اور ورته کړ.

د همدغه کال په اګست کې، د سویډن د استخباراتو ادارې (ساپو) په هېواد کې د امنیتي ګواښونو له یو څخه تر پنځو کچه څلور ته لوړه کړه او ویې ویل چې د قران د نسخو سوځولو پیښو دا هېواد د ممکنه بریدونو "اساسي هدف" ګرځولی دی.

د سویډن حکومت هم مقدساتو ته دا سپکاوی وغانده خو ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد په اساسي قانون کې د بیان ازادي او خلکو د راټولېدلو حقوق خوندي شوي دي.

ددې راپور ځینې معلومات له فرانس پرس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG