د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او قطر د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه گړندۍ کوي


Braziliya -&nbsp;COVID-19-dan ölənlər üçün qəbristanlıq<br />
<br />
&nbsp;
Braziliya -&nbsp;COVID-19-dan ölənlər üçün qəbristanlıq<br /> <br /> &nbsp;

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ (جولای ١٢) له دوحې نه د سعودي عربستان جدې ښار ته لاړ.

ټیلرسن هڅه کوي چې د سیمې هغه کړکیچ پای ته ورسوي چې یوه میاشت مخکې د قطر او د فارس د خلیج هیوادونو ترمنځ رامنځ ته شوې وه.

ښاغلي ټیلرسن په دوحې کې له خپل قطري سیال سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې امریکا به ترهګري له منځه یوسي.

له کويت څخه تر لیدنې وروسته په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د یو تفاهم لیک پر بنسټ له ترهګرو څخه د مالي ملاتړ د بندلو په لار کې کوټکلي ګامونه پورته کیږي.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه "زه له هغې روحیې سره نن په قطر کې یم چې ولسمشر ټرمپ يې د مي په میاشت کې ریاض ته په سفر کې درلوده. امرکیا یو هدف لري: ترهګري د ځمکې له مخې نه لرې کړئ."

دې هوکړه لیک د ترهګرۍ پر ضد د قطر د مبارزې په پیاوړتیا او د ترهګرۍ په مالي سرچینو باندې تمرکز کوي
دې هوکړه لیک د ترهګرۍ پر ضد د قطر د مبارزې په پیاوړتیا او د ترهګرۍ په مالي سرچینو باندې تمرکز کوي

سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو د قطر او امریکا تفاهم لیک نیمګری بللی دی.

د جون میاشتې په پنځمه نېټه دغو څلورو هېوادونو له قطر سره خپلې دیپلوماتیکې او ټرانسپورتي اړیکې وشلولې. ددغو هېوادونو مشرانو قطر له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړی دی او دوحې ته یې د دیارلسو غوښتنو یو لیست سپارلی دی.

که څه هم چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د قطر لخوا د ترهګرو ملاتړ ته اشاره کړې خو اکثره کارپوهان وایې چې د بهرنیو چارو وزیر یې د عربي هېوادونو په روانې کشالې کې بیطرفه غوره کړې.

د ویلسن د څېړنیز مرکز غړی آرون ډیویډ میلر په دې هکله وایي "که ټېلرسن داسې یو څه وړاندې کړي چې د تحقیر کېدلو پرته سعودي او قطر له خپلو دریځونو په شا شي نو فکر کوم چې ولسمشر به ورته هرکلی ووایي او ملاتړ به یې وکړي."

میلر وایې چې ریکس ټیلرسن د اکسون موبایل د تیلو د کمپنۍ د مشر په توگه، د معاملو په چل ښه پوهیږي.

څلور عربو هېوادونو د ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د امریکا له هڅو نه ستاینه کړې ده خو د قطر په اړه یې ویلي چې دوي به د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د هغه هېواد جدیت وڅاري.

XS
SM
MD
LG