د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د بېګم او د ځوانانو راډیویي خپرونو د فعالیت بیا پیلیدو ته یې د دغو راډیویي خپرونو د مسوولینو څخه د ژمنې د اخیستلو وروسته په مشروط ډول اجازه ورکړې، خو ددغو رسنیو نیول شوي خبریالان لا هم بندیان دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب څلورم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا راډیویي خپرونې یې نږدې دوه اونۍ وړاندې د فعالیت له جواز څخه د ناوړه استفادې او په بهر کې د میشتو ځینو رسنیو سره چې په دغه خبرپاڼه کې تحریم شوي رسنۍ یادې شوي د همکارۍ له امله ځنډولې وې.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "داچې یادو رسنیو په تکراري ډول د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه کوله؛ نو د نشراتي معینیت سره تر تعهد وروسته؛ چې خپل نشرات به د افغانستان اسلامي امارت او د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي؛ د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه".
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغو دوو راډیویي خپرونو ته په مشروط ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپرپاڼه کې د ددغو راډيوي خپرونو د دوو نیول شویو خبریالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارو امریکا غږ ته ویلي چې ددغو راډیویي خپرونو د خپرونو د ځنډیدو پر مهال چې دوه خبریالان نیول شوي وو، لا هم د طالبانو په بند کې دي. د خبریالانو د ملاتړ ادارو ویلي چې ددغو دوو نیول شویو خبریالانو دوسیه محکمې ته استول شوې او محمکه به یې په اړه پریکړه کوي.
دمخه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته ویلي وو، چې ددغو خبریالانو او راډیوي خپرونو په اړه پریکړه به په کابل کې د یوې محکمې له خوا وشي.
طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکو چې ددغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وو د فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۶) په کابل کې د بېګم راډیو په دفتر باندې برید وکړ او ددغه راډیو د ښځینه خبریالانو په ګډون یې د کارکوونکو څخه پلټنې وکړې او د هغوی د ګرځنده تیلیفونونو په ګډون یې کمپیوټرونه او هارډ ډیسکونه او هم دوه نارینه خبریالان له ځان سره یوړل.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو د ریاست کارکوونکو پر دغو راډیو خپرونو د برید وروسته د راډیوي خپرونو د فعالیت د ځنډیدو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې "په پرله پسې ډول د خپرونو د پالیسۍ څخه سرغړونو، بهر کې یو تلویزیون ته د موادو چمتوکولو" او د "خپرونو د جواز څخه د ناسمې ګټې اخیستنې" له امله یې د بېګم راډیو خپرونې ځنډولي دي.
پخپله بېګم او ځوانانو راډیویي خپرونو په جلا جلا اعلامیو کې ویلي وو چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکي چې د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وو، ددغې راډیو پر ودانۍ باندې د برید وروسته یې د راډیو کارکوونکو څخه تحقیقات کړي دي.
همداشان د ځوانانو راډیو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو امنیتي کارکوونکو ددغې راډیو خپرونې پرته د کوم دلیل له مخې بندې کړي دي. ددغې راډیو په اعلامیه کې ویل شوي چې د ځوانانو راډیو د بېګم راډیو سره هیڅ ډول کاري اړیکې نلرلې او یوازې په هغه ودانۍ کې چې د بېګم راډیو په کې فعالیت کاوه دغې راډیو هم خپرونې کولې.
د ځوانانو راډیو ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو ددغې راډیو د سپورت د خپرونو یو خبریال له ځان سره وړی دی. همداشان بېګم راډیو ویلي وو، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو ددغې راډیو د ایډیټ د څانګې یو کارکوونکی هم له ځان سره وړی دی.
د بېګم او ځوانانو د راډیویي خپرونو ځنډیدل او د دغو دوو راډیوي خپرونو د دوو کارکوونکو نیول د ملګرو ملتونو په ګډون د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د پراخه غبرګون سره مخ شوي وو.
ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه ښودلې ده او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې وه.
یوناما د فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۸) د ایکس پر خپله پاڼه په یوه اعلامیه کې د بېګم راډیو ددغو نیول شویو کارکوونکو په نیولو او په یو نامعلوم ځای کې د هغوی په ساتلو باندې هم اندیښنه ښودلې ده.
همداشان د بې پولې خبریالانو د سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو د حکومت له خوا ددغو راډیوي خپرونو د ځنډیدو او د دوو کارکوونکو د نیولو پریکړه غندلې وه.
کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بېپولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.
خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې دا وزارت په هیواد کې د ټولیزو رسنیو پر نشراتو د څار ترڅنګ د طالبانو د حکومت نشراتي تګلارو، اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، افغاني کلتور په رڼا کې د خبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ کوي.
فورم \ دبحث خونه