د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان بیا د برتانیا د 'سسیکس' لوبډلې سره یو ځای شو


افغان سپینر راشد خان
افغان سپینر راشد خان

‎د برتانیا د سسیکس کرکټ لوبډلې یوار بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سپینر لوبغاړي راشد خان سره قرارداد وکړ .

ددې قرار داد په ساس به راشد خان په راتلوونکي ٢٠٢١ کې د ویټالټي بلاسټ شل اوریزو سیالیو کې ورته ولوبیږي.

د سسیکس روزونکي جیمز کېرټلي ویلي دي: "دا ښه خبره ده چې راشد خان بیا له موږ سره یو ځای کیږي. هر ټيم غواړي چې راشد خان یې لوبغاړی وي. راشد خان د نړۍ یو غوره او د کرکټ پېژندل شوی ستوری دی. په دې هیله چې راشد خان له موږ سره په میدان او له میدان د باندې ( اف پچ او آن پچ) مرسته وکړي چې ښه ولوبېږو."

راشد خان هم له یادې لوبډلې سره خپل قرارداد تائید کړی او په دې اړه خوښي ښودلې ده.

نوموړ تر دې مخکې هم له سسیکس ټيم سره و. هغه د برتانیا په تیرو سیالیو کې ۲۰ ویکټې اخیستي وې.

هغه تازه د «آی پي ال» له سیالیو خلاص شو او ژر به د آسترالیا بګ بش سیالیو ته ولاړ شي. تر آی پي ال مخکې ېې سي پي ال کې لوبې کړي.

XS
SM
MD
LG