د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د سوریې ۱۲.۳ میلیون ماشومان مرستو ته اړتیا لري 


د سوریې بیځایه شوي ماشومان
د سوریې بیځایه شوي ماشومان

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوایي ۱۸) وویل چې د سوریې د څه دپاسه یوې لسیزې ویجاړونکې کورنۍ جګړې راهیسې له بل هر وخت څځه اوس سوریایي ماشومان مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو تمویل «په کمیدو» دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) په یوه اعلامیه کې وویل: «د سوریې ماشومان له ډیرې اوږدې مودې راهیسې رنځیدلي او نور باید ونه ځوریږي.»

دغې ادارې زیاته کړې چې ۱۲.۳ میلیون سوریایي ماشومان په سوریه کې دننه او هغوی چې ددې هیواد بهر په سیمه کې مهاجر شوي مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي چې « ۶.۵ میلیون ماشومان دننه په سوریه کې مرستو ته سخته اړتیا لري چې دا د ۱۱ کلن کړکیچ د پیل راهیسې تر ټولو لوړه شمیره ده.»

د فرانس پرس اژانس وایي، د اټکل له مخې د سوریې په جګړه کې نژدې نیم میلیون وګړي وژل شوي دي او په ۲۰۱۱ کې د حکومت ضد اعتراضونو د ځپلو راهیسې په میلیونونو سوریایان له هیواد څخه وتلي دي. دا جګړه ددې سبب شوه چې بهرني قوتونه او نړیوال جهادیان دې هیواد او سیمې ته مخه کړي.

د یونیسف د منځني ختیځ د څانګې رئیسه عادله خدر وایي: « په سوریه کې دننه او ددې هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د ماشومانو اړتیاوې په زیاتیدو دي...ډیرې کورنۍ د ژوندي پاته کیدو لپاره مبارزه کوي. د غذا په ګډون د لومړنیو توکیو بیې په چټکۍ لوړیږي چې تر یوه حده د اوکراین د جګړې په وجه دي.»

مېرمن خدر وایي چې د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې چې د «سیاسي بې ثباتۍ» سره مخامخ دي نژدې ۵.۸ میلیون سوریایي ماشومان په مرستو تکیه لري او ژوند یې په فقر او سختیو کې تیریږي.

یونیسف وایي دوی د مرستو د رسولو لپاره د نغدو پیسو د سخت کمبود سره مخامخ دي او د میرمن خدر په وینا د «بشري مرستو د عملیاتو لپاره پانګه په چټکۍ په کمیدو ده».

یونیسف د سوریې په شمال لویدیځ کې د حکومت د مخالفینو په عمده سیمه کې د مرستو رسولو لپاره ۲۰ میلیون ډالر غوښتي چې یو میلیون ماشومانو ته د ژوندي پاته کیدو زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG