د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرانو وروستۍ ډله نه غواړي له آسترالیايي کمپ نه ووځي


یوشمېر پناه غوښتونکي د مانوس ټاپو په توقیفخانه کې له اوسپنیزو کټارونه بهر ته گوري.
یوشمېر پناه غوښتونکي د مانوس ټاپو په توقیفخانه کې له اوسپنیزو کټارونه بهر ته گوري.

د اسټرالیا حکومت په پاپانیو ګیني کې د مهاجرو یو کمپ تړلی دی خو تر ۶۰۰ زیات کډوال او پناه غوښتونکي نه غواړي له دغه کمپ څخه ووځي.

اوسمهال اسټرالیايي مامورین له کمپ څخه وتلي دي، او په خلکو ېې برېښنا ا و اوبه بندې کړې دي.

د آسترالیا د مهاجرانو په توقیفخانه کې ژوند کاوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

یو کډوال چی خپل نوم نه څرگندوي په دې اړه وايي: ماته شخصا د خوراک اواوبو نشتوالی پروانلري، اصلی مسله زما دژوند ده؛ زه غواړم خپل ژوند په خپله خوښه پرمخ بوزم.

ددغو سوونو توقیقیانو وکیل د پاپوا نیو گیني سترې محکمی ته خواست کړی دی چی په موقتی ډول د کمپ د بندیدلو مخه ونیسي. د مهاجرانو پلویانو نن د سه شنبی په ورځ په سیدني کې مظاهره وکړله او له حکومت نه ېې غوښتنه وکړله چې کډوال استرالیا ته راولی.

د آسترالیا د کډوالو د ایتلاف ویاند یان رینټول وايي: که پیټر ډټن او یا مالکم ټرنبل توقیفخانې ته ټیلېفون وکړي، نو دغه مرکز به بند نشي او په زور به بل ځای ته انتقال نشي. خو حکومت دغه شپږ سوه کسان له توقیفخانی نه د مانو س په ټاپو کې نورو داسې ځایونو ته لیږي چې هلته خوندي ندي او ضروري اسانتیاوی هم نشته.

ویاند یان رینټول وايي هغوی ځایونو ته چې دغه توقیفیان لیږل کېږی هغه د تعمیراتو ځایونه دی. دامعلومات نشته چی هلته څه ډول صحي شرایط او اسانتیاوی شته دی که نه. دامعلومات هم نشته چې هلته هغوی دخوراک لپاره څه لري اوکه نه.

لېلي بارتو د سیدني پوهنتون یوه غړې په مظاهره کې وویل: زه غواړم چی د مانوس اونارو په ټاپوگانو کې هر یو کډوال استرالیا ته راوستل شي او دهغوی د بشري حقونو درناوی وشي. د ا دانسان حق دی چی مهاجرت وکړي. حکومت همداخبره کوي چې دا غېرقانونی کډوالي ده خو دا غېرقانوني نده. دمهاجرت کول د انسانانو حق دی.

مظاهره چیانو شعارونه ورکول چې دلته ېې راولۍ، دلته ېې راولۍ. هغوی له ځان سره داسې پوسترونه هم گرځول چې همدا پرې لیکل شوي وو" دلته ېې راولۍ".

ډانیل کاټن د سیدني پوهنتون یو بل غړی وايي: موږ پوهېږو چې کډوال له تیرو څلورو کلونو راهېسې په دوامداره توگه ځورول کېږي او بیا ځورول کېږي، خو اوس هماغه کډوال له څو کلونو راهیسې په یوه کمپ کې توقیف شوي دي.

د استرالیا حکومت د مانوس توقیفخانه ددې لپاره بندوي چې د پاپوا نیوگینی سترې محکمی فیصله وکړله چې دغه توقیفخانه د اساسي قانون خلاف جوړه شوېده.

هغه شپږ سوه کسان چې په دغه توقیفخانه کې دي، هغوی ته دا اختیار ورکړل شوی دی چې په پاپوا نیوگینی کې پاتې کېږي اوکه خپلو هېوادونو ته بیرته ورگرځي.

XS
SM
MD
LG