د لاس رسي وړ اتصالات

لکي مروت کې د پو ليسو په ډزو د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف احتجاج شوی


لکي مروت کې پولیس وايي چې د بخمل احمدزي سیمه کې یو شمیر موټرسایکل سپاره تلاشۍ ته ونه دریدل او هم یې پر پولیسو ډزې وکړې چې د پولیسو متقابلو ډزو کې څلور وسله وال ووژل شو.
لکي مروت کې پولیس وايي چې د بخمل احمدزي سیمه کې یو شمیر موټرسایکل سپاره تلاشۍ ته ونه دریدل او هم یې پر پولیسو ډزې وکړې چې د پولیسو متقابلو ډزو کې څلور وسله وال ووژل شو.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ناامنه جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کې د پوليسو په ډزو د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی دی.

د ځايي خلکو په وينا، د اکتوبر پر ۲۶ (لړم ۵) د لکي مروت اته ځوانان پر څلورو موټر سايکلونو له بخمل احمدزي سيمې څخه د موسيقۍ په يو محفل کې د ګډون لپاره تجوړي سيمې ته روان وو چې د بخمل امنيتي پوستې پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې په نتيجه کې يې درې ځوانان پر هغه ځای ووژل شول او څلورم تر ژوبلېدو لږ ساعت وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې پېښې سمدستي وروسته په ګڼ شمېر کې ځايي خلک راووتل او د ځوانانو د وژنې پرضد يې احتجاج وکړ.

بلخوا د پوليسو ځايي چارواکي وايي چې پوليسو د بخمل احمدزي پر امنيتي پوسته د خلکو د تلا شۍ لپاره پاټک اچولی وو او پر موټر سايکلونو سپرو ځوانانو ته يې د درېدو اشاره وکړه. پوليس ادعا کوي چې دغو ځوانانو موټر سايکلونه راوګرځول او پر پوليسو يې ډزې پیل کړې، چې وروسته د پوليسو په ځوابي ډزو کې هغوی ووژل شول، خو ځايي ولس وايي چې وژل شوي ځوانان بې وسلې وو.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په دا وروستيو کې د لکي مروت په ګډون د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو او قبايلي سيمو کې وسله والو بريدونو زور اخيستی چې يوشمېر کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG