د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارډ ټرینچرډ: د طالبانو ۱۷۳ فرمانونو په خیریه چارو ناوړه اغېز کړی


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان (ایف اې او) مشر، ریچارډ ټرینچرډ، وايي د ۲۰۲۱ له دسمبر راهیسې د طالبانو څه باندې ۱۷۳ فرمانونو په افغانستان کې خیریه چارې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ایف اې او دا چارواکی په ځانګړي ډول د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بندیز یادوي چې په افغانستان کې یې د بشري عملیاتو دپاره چاپیریال له ننګونو سره مخامخ کړی دی.

ټرینچرډ له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "له عملیاتي اړخه افغانستان یو بېخې ستونرمن ځای دی. ښځې یو مهم رول لوبوي. دوی نه یواځې د ټولنې په کچه نورو ښځو ته بشري مرستې برابروي، بلکې په کورني کچه، څاروي ساتي او خپلو کورنیو ته خواړه برابروي."

ټرینچرډ وايي ښځې د ایف اې او په څېر په نورو سازمانونو کې هم په بېلابېلو برخو کې هم رول لري او د هغوی پر کار بندیز د خیریه موسساتو پر چارو ژورې اغېزې کړي دي. خو نوموړی وايي د دغو ستونزو سره سره ملګرو ملتونو او نادولتي ادارو خپل کار ته دوام ورکړی او په افغانستان کې پاتې کېدو ته ژمنتیا لري.

خوراکي ناامني

د افغانستان دپاره د ایف اې او مشر وايي په دغه هېواد کې د فزیکي امنیت د ښه کېدو سره سره د خوراکي توکو ناامني موجوده ده.

ټرینچرډ وویل: "په افغانستان کې د غذايي امنیت مانا دا ده چې دا یقیني شي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره، خلک د خپلې اړتېا وړ خواړه ولري. نه یواځې دا بلکې دوی معیشت ولري، چې پدې حالت کې کرنې ته لاسرسی مهم دی، تر څو معیشت سقوط ونکړي."

ټرینچرډ ډاډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو سختو وچکالیو د اغېزو له کمېدو سره اوس د تېر کال په پرتله، چې په اوج کې یې د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس د سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وو، حالت د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه وویل: "دغه شمېره ورو، خو په یقیني ډول مخ په ځوړ روانه ده. د دې لومړی دلیل دا دی چې په افغانستان کې وچکالي پای ته رسیږي."

نوموړی زیاته کړه: " تېر کال موږ شپږ میلیونه کروندګرو، ښځو او کوچنیانو سره مرسته وکړه. سږ کال موږ د اته میلیونه خلکو سره مرسته کوو. موجود فکتورونه په افغانستان کې پر خوراکي امنیت په یقین سره مثبتې اغېزې لري."

خو ټرینچرډ وايي، له دې ټولو هلو ځلو سره سره، افغانستان بیا هم د خوراکي ناامنۍ له اړخه "د نړۍ د بدترین ناورین سره مخامخ دی."

XS
SM
MD
LG