د لاس رسي وړ اتصالات

پر کابل ښار د ۲۳ راکټونو لګېدل، ۸ تنه وژل شوي


راکټونه د موټرو نه توغول شوي دي.
راکټونه د موټرو نه توغول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل ښار د ۲۳ ویشتل شوو راکټونو له امله ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ کسان نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه راکټونه نن شنبه سهار ۸:۵۰ دقیقې د کابل ښار د څلورمې او اوولسمې امنیتو حوزو له «تهیه مسکن» او «چهاراهي ګل سرخ او چهارراهی مارکیټ» سیمو څخه د دوو موټرو نه توغول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دې خبر په تائید سره ویلي چې دغه راکټونه د کابل ښار، لسمه، نهمه، پنځلسمه، یوولسمه، شپاړسمه، او دوهمې حوزې مربوطاتاتو کې لګېدلي دي.

طارق ارین ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۸ تنه ملکي وګړي د یادو راکټونو له امله وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې:"دغه راکټونه په لسمه حوزه، برج برق چهار قلعه، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نژدې، چهار راهي ګل سرخ،څلورمه حوزه، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي،سپین زر جاده، دوهمه حوزه کې ملي ارشیف ته نژدې او په یوولسمه امنیتي حوزه کې مریم لیسې او ۵۰۰ فامیلي سیمو کې لګېدلي دي."

بلخوا د روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي امریکا غږ ته وویل چې د راکټونو لګېدو له سیمو پنځه مړي او ۲۵ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د یادو راکټونونو توغول د «تروریستانو» کار بللی، خو تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ورته مهال په کابل کې د ایران سفارت هم تائید کړې چې یو راکټ د دوی په سفارت کې هم لګېدلی دی.

د یو بل خبر له مخې نن شنبه نومبر۲۱مه سهار څه باندې ۷ بجې د کابل ښار دولسمه امنیتي حوزه «احمد شاه بابا» مېنه کې د چسپکي ماین چاودنې امله یو امنیتي منسوب وژل شوی او د درې نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر کابل ښار ننني راکټي بریدونه غندلي او د زیانمنو شوو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

هغه ویلي چې امریکا به د خپلو افغان همکارانو ترڅنګ ولاړه وي.

په کابل ښار کې دغه نوي امنیتي پېښې پر داسې مهال رامنځته کیږي چې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال او د کابل د امنیتي ټېم د مشر امرالله صالح په وینا په دې وروستیو کې په کابل ښار کې دجنايي او تروریستي پېښو ګراف کښته شوی دی.

XS
SM
MD
LG