د لاس رسي وړ اتصالات

د م.م. امنیت شورا د روهینگیا د کړکیچ په هکله بیړنۍ غونډه رابللې


بشري حقونو عالي کمیشنر: په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.
بشري حقونو عالي کمیشنر: په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.

د روهینگیا اقلیت مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله پر برما نړیوال فشارونه مخ پر زیاتېدو دي ځکه چې دا اندېښنه ده چې د برما پوځیان د روهینګيا مسمانانو په ساتلو کې څرګنده ناغیړي کوي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د روهینگیا په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره بیړنۍ غونډه رابللې ده.

دا غونډه چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ١٣) ترسره شي وروسته له هغه د بریتانیې او سویدن له خوا راوبلل شوه چې د دوشنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د بشري حقونو عالي کمیشنر وویل، په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.

زید رعد الحسین د دوشنبې په ورځ په ژینو کې د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې پر برما غږ وکړ چې په راخین ایالت کې چې اکثریت وګړي یې بودایان دي، بې رحمانه پوځي عملیات پای ته ورسوي

بشري حقونو عالي کمیشنر وویل، په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.
بشري حقونو عالي کمیشنر وویل، په برما کې د اقلیت روهینګیا مسلمانانو په وړاندې پوځي عملیات، د قومي تصفیې بڼه لري.

په ملگرو ملتونو کې د بشري حقونو عالي کمیشنر زیاته کړه "د برما حکومت باید دا سلوک پریږدي چې گواکې روهینگیایان پخپله خپلو کورونو او کلیو ته اور اچولی. دا د حقیقت نه سترگې پټول دي او نړیوال اعتماد ته د داسې یوه هیواد له خوا تاوان رسول دي چې د ښه حسن نیت یې گټه اخیستې ده."

ښاغلي حسین څو راپورونو او د سټلایټ له لارې اخېستل شويو انځورونو ته په اشاره وویل چې امنیتي ځواکونه او سیمه ییزه ملېشه، د روهینګیا کلي سوځوي، پر ملکي وګړو د تېښتې په حال کې د ډزو په ګډون، په منظم ډول غیرقانوني وژنې تر سره کوي.

ملگري ملتونه د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ١٢) وویل چې په تیرې یوې میاشتې کې شاوخوا ٣٧٠ زره روهینگیایي مسلمانان د برما په راخین ولایت کې د تاوتریخوالي له امله خپل کورونه پریښې او بنگله دیش ته پناه وړې ده.

د بنگله دیش صدراعظمه شیخ حسینه د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ١٢) د کاکس بازار کمپ کې دیره روهینیگیایي کډوالو سره د لیدلو په مهال له برما وغوښتل چې بې ځایه شویو روهینگیایي کډوالو سره مرسته وکړي. ولیدل.

شیخ حسینه وایي برما باید د دغو کډوالو لپاره په خپل هیواد کې خوندي ځایونه جوړ کړي.
شیخ حسینه وایي برما باید د دغو کډوالو لپاره په خپل هیواد کې خوندي ځایونه جوړ کړي.

میرمن حسینه وویل برما باید د روهینیگا د اقلیت مسلمانانو کډوالو لپاره په خپل هیواد کې خوندي ځایونه جوړ کړي. برما ادعا کوي هر څوک چې خپل برمایي تابعیت ثابتولی شي، هغوی کولای بیرته ستانه شي خو اکثره روهینیگیایان د برما تابعیت نلري.

د برما مشره انگ سان سوچي په خپل هیواد کې د روهینگیا په وړاندې د تاوتریخوالي په هکله د غبرگون لپاره نړیوالو انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

د سولې د نوبل جایزې گټونکې انگ سان سوچي وایي چې د روهینگیا په غمیزه کې ډیر ناسم مالومات خپاره شوي دي او اکثره راپورونه یې تقلبي مالومات بللي چې د ترهگرو د گټو د ترویجولو لپاره جوړ شوي دي.

خو د تبت د تبعید شوي بودایي مذهبه روحاني مشر، دایله لاما په گډون د جنوبي افریقا اعظم اسقف او د ماشومانو د حقونو مدافع ملاله یوسفزۍ د اعلامیو په ترڅ کې د انگ سان سوچي نه غوښتنه کړې چې شخصاً دې مداخله وکړي او په راخین ولایت کې دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

چین چې د برما یو مهم سوداگریز شریک بلل کیږي د نړیوالو د انتقادونه په وړاندې د خپل د گاونډي، برما کلکه دفاع کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند گینگ شنگ په بیجینگ کې خبریالانو ته وویل چې حکومت په راخین ولایت کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د برما د هڅو ملاتړ کوي.

روهینیگا د برما په اکثریت بودایي مذهبه هیواد کې یو قومي اقلیت دی چې ورته د بنگله دیش نه د اقتصادي کډوالو په سترگه کتل کیږي.

که څه هم اکثره روهینگیایان کولای شي ثابته کړي چې له نسلونو څخه برما کې ژوند کوي خو ورته د برما د تابعیت له وروکو ډډه شوې ده.

XS
SM
MD
LG