د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: مسکو غواړي د اوکراین نورې سیمې ونیسي؛ امریکا اوږده جګړه په مخ کې ویني


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل مسکو غواړي د دونباس له سیمې هاخوا د اوکراین په جنوب کې ډیرې سیمې ونیسي.

روسیه پر اوکراین د خپل شاوخوا پنځه میاشتیني برید په لومړیو کې ونه توانیده چې د ولسمشر ولادمیر زیلنسکي حکومت ړنګ کړي او د هغه هیواد په شمال کې پلازمینه کیف ونیسي.

روسي ځواکونه اوس د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې د نیولو لپاره له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې دي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهار شنبې په ورځ د هغه هیواد له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل روسیه نور په دونباس کې چیرې چې روسي بیلتون غوښتونکي د ۲۰۱۴ کال راهیسې له اوکرایني ځواکونو سره جنګیږي، د محدودیت او مقید توب احساس نه کوي.

لاوروف د روسیې RT ټلویزیون ته وویل:" اوس جفرافیه بدله شوې ده. دا یوازې دونتڅک او لوهانسک ندي. اوس خیرسون، ژاپورژیا او څو نورې سیمې دي. دا بهیر په دوامدار ډول روان دی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه که غرب کیف ته نور اوږده واټن ویشتونکي توغندي ورکړي د مسکو له خوا به د سیمو د نیولو لړۍ روانه وي.

لاوروف په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل چې امریکا به اوکراین ته څلور نور داسې راکټي سیستمونه ورکړي چې په دقیق ډول د هدف د ویشتلو وړتیا لري.

آسټن په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل:" واشنګټن به د هیمارس څلور نور پرمختللي راکټي سیستمونه واستوي‌ چې په مجموع کې به ۱۶ شي. اوکراینیانو له هیمارس څخه ډیر ښه کار اخیستی دی او تاسې یې تاثیرات د جګړې په ډګر کې لیدلی شی."

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ خبریالانو ته وویل، استخباراتي معلومات ښکاره کوي چې روسیه په ښکار ډول د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا‌ نقض کوي او د هغه هیواد د خاورې د نیولو هڅه کوي.

کربي زیاته کړه هغه سیمې چې د روسیې په پلان کې دي خیرسون، ژاپورژیا، ټول دونتڅک او لوهانسک ولایتونه هم پکې شامل دي.

ښاغلي کربي همدارنګه له کانګرس څخه وغوښتل چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د یوځای کیدو لپاره ګامونه واخلي ځکه د بایډن حکومت غواړي هر څومره ژر چې امکان ولري یاد هیوادونه په ناټو کې وویني.

XS
SM
MD
LG