د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې یوه فضایي بیړۍ د سپوږمۍ مدار ته ورسېده


د روسیې فضايي اداره روسکاسموس وايي ددغه هېواد یوه فضايي بیړۍ نن چهارشنبې اګست ۱۶ (زمري ۲۵) د سپوږمۍ مدار ته داخله شوه.

له ۱۹۷۶ کال څخه وروسته دا سپوږمۍ ته د روسیې دویم ماموریت دی. روسیه هڅه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد فضايي پروګرام بیا پيل او پراخ کړي.

د روسکاسموس یو ویاند فرانس پرس ته وویل: "د لونا-۲۵ فضايي بېړۍ د مسکو په وخت د غرمې ۱۲:۰۳ بجې د سپوږمۍ په مدار کې ځای په ځای شوه... د بیړۍ ټول سیستمونه نورمال فعالیت کوي او اړیکه ورسره فعاله ده."

د لونا-۲۵ بیړۍ د سپوږمۍ له سطحې ۱۰۰ کیلومتره پورته په حرکت کې ده او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د "بوګوسلاوسکي" کندې ته څېرمه ښکته شي.

دا فضايي بېړۍ چې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرام وزن لري، د جمعې په ورځ د روسیې له ختیځ څخه وتوغول شوه او ټاکل شوې چې د یو کال دپاره د سپوږمۍ د خاورې د بیلګو راټولولو او تحقیق دپاره په سپوږمۍ کې پاتې شي.

روسیې په داسې حال کې سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ لېږلې چې پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل راهیسې په فضايي چارو کې له غربي هېوادونو سره د روسیې د اږودمهالې همکارۍ په اړه شکونه ښودل شوي دي.

روسیې وروسته له هغه سپوږمۍ ته د فضايي بیړۍ د لېږلو اعلان وکړ چې د اروپا فضايي ادارې وویل پر اوکراین د مسکو له یرغل وروسته، له روسیې سره په فضايي ماموریتونو کې همکاري نه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ټېنګار کړی دی چې د لویدیځ له بندیزونو سره سره به مسکو د سپوږمۍ د ماموریت د پراختیا لپاره د پخواني شوروي اتحاد په څېر کار وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG