د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي ښځې اوس کولای شي له محرم پرته د هوټل خونه ونیسي


په سعودي عربستان کې بهرني سیلانیان
په سعودي عربستان کې بهرني سیلانیان

د سعودي عربستان د سیاحت د ادارې د نوې لارښونې له مخې، ښځې وروسته له دې اجازه لري چې د محرم پرته په هوټلونو کې واوسیږي.

د سعودي عربستان د سیاحت او ملي میراث کمیسیون همداشان په خپل ټویټر لیکلي دي چې بهرني نارینه او ښځې کولای شي د نکاح خط له ښودلو پرته په یوه خونه کې سره واوسیږي.

سعودي او بهرنۍ ښځینه اتباع له دې وروسته کولای شي یواځې د تذکرې یا پاسپورت په ښودلو سره د سعودي عربستان په هوټلونو کې خونې کرایه کړي.

د سیلانیانو لپاره په نویو اسانتیاو کې سعودي مقاماتو یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې ښځینه سیلانیانې کولای شي له بشپړ حجاب پرته د مدینې او مکې څخه غیر د سعودي په ټولو ښارونو کې وگرځي.

څه موده مخکې سعودي مقاماتو ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG