د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي او کویټ د ګازو په یوې لانجمنې ساحې د ایران د ملکیت ادعا رد کړه


عکس: ارشیف - د تیلو استخراج
عکس: ارشیف - د تیلو استخراج

سعودي عربستان او کویټ د پنجشنبې په ورځ اګسټ دریمه (زمري ۱۲) وویل چې د ګازو هغه لانجمنه ساحه د دوی مالکیت دی چې ایران یې د ملکیت ادعا کړې او ویلي یې دي چې پدې ساحه کې به د ګازو سپړنو ته دوام ورکړي.

دغه سمندري ساحه چې په ایران کې د آرش په نوم او په کویټ او سعودي عربستان کې د دورا په نوم پیژندل کیږي، له اوږدې مودې راهیسې ددغو دریو هیوادونو ترمنځ د شخړې اصلي نقطه ده.

کویټ او سعودي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې، "یوازې دوی په دې سیمه کې د زیرمو د استخراج بشپړ حق لري."

د سعودي د رسمي خبري اژانس (SPA) له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د خلیج دوو عربي هیوادونو د مسئلې د حل لپاره د خپلو سمندري سرحدونو د ټاکلو په خاطر "د ایران اسلامي جمهوریت ته خپلې پخوانۍ او تکراري غوښتنې تازه کوي چې خبرې وکړي."
ایران او کویټ له څو کلونو راهیسې د خپلې لانجمنې سمندري سرحدي سیمې په اړه چې د طبیعي ګازو بډایه زیرمې لري، ناکامې خبرې کړې دي.

د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره وروستۍ هڅې ناکامې شوې او د ایران د تېلو وزیر د یکشنبې په ورځ ویلي، چې تهران ښایي له موافقې پرته هم په دې ساحه کې د سپړلو کار ته دوام ورکړي.

د شانا په نامه د ایران یو رسمي خبري اژانس ددې هیواد د تېلو د وزیر جواد اووجي له قوله ویلي، "که چېرې د تفاهم او همکارۍ لېوالتیا نه وي...ایران به په سیمه کې د استخراج او اکتشاف په اړه خپل حقونه او ګټې تعقیب کړي".

تیره میاشت، وروسته له هغه چې تهران وویل، په ساحه کې د کېندنو پیل کولو ته چمتو دی، کویټ ایران ته د سمندري پولو د بل پړاو خبرو اترو بلنه ورکړه.

څو اونۍ وروسته، عربي سکای نیوز د کویټ د تېلو وزیر سعد البراک له قوله وویل چې هیواد به یې هم له ایران سره د حد بندۍ تړون ته له انتظار پرته د ګازو په ساحه کې "کیندې او تولید" پیل کړي.

ددې ساحې پر سر مخالفت ۱۹۶۰ لسیزې ته رسیږي، کله چې ایران او کویټ یو بل ته په ساحلي ساحو کې د ګازو د استخراج لپاره امتیازات ورکړل.
د ګازو دغه دوه ساحې په شمالي برخه کې یو له بل سره یوځای شوي او د ګازو زیرمې یې شاوخوا ۲۲۰ میلیارد متر مکعب اټکل شوي دي.

تېر کال، کویټ او سعودي عربستان ددې ګډې ساحې د پراختیا لپاره د ایران له اعتراضونو سره سره چې دا کار یې "غیر قانوني" بللی و، یو تړون لاسلیک کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG