د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي افغانستان کې ۶۰۰ ښوونځي جوړوي


د سعودي عربستان چارواکي وايي، په افغانستان کې د سلو پر ځای شپږ سوه ښوونځي جوړوي.

په ریاض کې د افغانستان سفارت چارواکو پرون شنبه جولای ۲۵ (زمري ۴) ویلي چې یاد ښوونځي د سعودي د پراختیايي صندوق لخوا جوړیږي.

د سفارت پر رسمي فېسبوک پاڼه په دې اړه لیکل شوي: "سعودي پراختيايي صندوق په افغانستان کې د سلو ښوونځيو پرځای شپږ سوه ښوونځي جوړوي."

په ریاض کې د افغانستان سفارت پر فېسبوک پاڼه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر جسیم محمد الخادي د مشرانو جرګې له مشر فضل الهادي مسلمیار سره لیدنه کې ویلي و چې هیواد یې د افغانستان لپاره د ۳۵ پراختیايي پروګرامونو او سلو ښوونځو جوړېدو لپاره بودجه منظور کړې ده.

ښاغلي الخادي همدارنګه ویلي و چې په نژدې راتلوونکي کې به په ننګرهار ولایت کې د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون او کابل کې د ۳۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د یو مجهز روغتون جوړېدو چارې هم پيل کړي.

سعودي عربستان تر دې مخکې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG