د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت غواړي هرکال ۱۰۰ ښوونکي دوکتورا لپاره بهر ته واستوي


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د دولتي پوهنتونو داستادانو د علمي کچې لوړولو لپاره غواړي هر کال ۱۰۰ ښوونکي بهر ته د دوکتورا لپاره واستوي.

د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نور احمد دروېش امریکا غږ ته وويل چې دغه بوروسونه د دولت د پراختیايي بودیجې څخه تمویلیږي او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې به پیل شي.

ښاغلي دروېش وویل "په راتلونکو پنځو کلونو کې د دولتي پوهنتونو لږ تر لږه ۵۰۰ ښوونکي د دوکتورا زده کړو لپاره بهرنیو هېوادو ته استول کیږي."

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو/هېوادونو افغان ښوونکي بهر ته د ظرفیت لوړونې لپاره استولي.

هغه وايي دوی غواړي دا وار دغه لړۍ د ملي بودیجې له خوا تمویل کړي تر څو پر بنسټ یې په دوام داره توګه کدرونه وروزي.

د لوړو زده کړو وزارت اداري مرستیال وايي د دغې کړنلارې عملي کېدل دوه لویې ګټي لري: لومړۍ دا چې د اقتصادي پلوه افغانستان ته اړینه ده چې په هرې برخې کې ډاکټران او ماسټران وروزي. که په دغه کار کې بریالی شو نو اقتصادي وده یې چټکېدای شي. دویم دا چې دغه کدرونه کولی شي بیرته راتګ سره افغانستان کې نور ماسټران او د لیسانس په کچه محصلین وروزي."

  • ایا روزل شوي کدرونه بیرته افغانستان ته ستنیږي؟

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي یو شمېر هغو پوهنتونونو سره یې ۱۴ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې پر بنسټ یې یاد کدرونو ته د کوربه هېواد پاتېد کېدو چانس له منځه وړی.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس هر کال یاد شمېر ښوونکي د جاپان، هند، ازبکستان، چین، ټایلند، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو معتبرو پوهنتونونو ته استول کیږي.

XS
SM
MD
LG