د یوې وروستۍ ساینسي څیړنې موندې ښيي چې څیړونکو په لومړي ځل د ګلخانه یي غازونو (مضره غازونو) د خارجیدو د ټولو پړاونو په اړه چې د نړۍ په اقلیم ناوړه اغېز کوي، معلومات ترلاسه کړي دي.
ددې څیړنې له مخې که د چاپیریال ککړتیا همداسې دوام وکړي په راتلونکو څو پېړیو کې ښایي زموږ سمسوره سیاره د هستوګنې وړ نه وي او په سره اور به واوړي.
دغه څیړنه چې د تیرې دوشنبې په ورځ ډسمبر۱۸(لیندۍ ۲۷) خپره شوه په کې د سویټزرلنډ ژنیو پوهنتون او د فرانسې سرن پوهنتون په ګډه، په کایناتو کې د یو شمیر هغو سیارو د چاپېریال او اقلیم په اړه چې زموږ د لمریز نظام برخه نه دي، د کمپیوټر په مټ ساینسي څېړنې کړي دي. په دې څېړنه کې ساینس پوهانو ددغو سیارو تودوښه، د هوا فشار، او پر هغوی د لمر د لسګیدو اغېزې معلومې کړي دي.
د دې څېړنې موخه دا پرتله کول وو چې کله زموږ پر سیاره (ځمکه) د لمر وړانګې لګېږي نو هغه د تودوخې په بڼه بیرته له ځمکې منعکس کیږي او فضا ته تر وتلو وروسته، د ځمکې په اتمسفیر کې د هوا په غوړېدلی څادر (وزون) کې موجود غازونه د دغه تودوخې یوه برخه په خپل ځان کې رانغاړي، چې ځمکه له کنګلېدو وژغوري، او له دې برسېره د دې تودوحې یو څه برخه په ځمکه کې جذب کېږي او بیرته د تودوحې په شکل کې خارجیږي، خو دغه تودوحه فضا ته لیرې نه ځي بلکې هوا او ځمکه یې بیرته په خپل ځان کې رانغاړي او ځمکه تر یو څه حده تودیږي.
ساینس پوهان وايي، که دغه تودوحه تر هغه حده زیاته شي چې د سمندر اوبه تر ګرمېدو وروسته د بخار په بڼه والوزي نو په دې سره به د هوا څادر (وزون) دومره پنډ او پېچلی شي چې وروسته به پر ځمکه د لمر وړانګې ټولې راجذبوي او بهر ته خارجیدو ته به یې نه پرېږدي او په دې توګه به ځمکه دومره توده شي چې سلګونه درجه سانتي ګراد ته به یې تودوحه لوړه شي او له ځمکې به دوزخ جوړ شي.
ساینس پوهان دې بهیر ته نه پرشاکېدونکی بهیر وايي، د دوی په وینا که دا تودوخه د انسان له لاسه ووته، لکه دا اوس چې له فابریکو او صنعتونو څخه په څومره زیاته اندازه مضر غازونه وزي یا خارجېږي نو له دې څخه به نه یوازې د هوا څادر (وزون) خپله بڼه واړوي بلکې د سمندري اوبو تودېدل به هم ورسره پیل شي.
د امریکا په ویرجینیا ټېک پوهنتون کې ساینس پوه او ښوونکی الماس خان چې دا څېړنه یې لوستې ده د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په خبرو کې وویل: "نن چې زموږ په ځمکه کې په څومره زیاته پیمانه غازونه خارجېږي، که د دې مخنیوی ونشي نو داسې ښکاري چې زموږ له ځمکې به تنور جوړ شي. دا داسې ده لکه یو سړی چې په ګرمۍ کې په ګاډي کې ناست وي، ښیښې یې په ځان پسې بندې کړي وي، نو په هغه ښیښو کې چې د لمر وړانګې دننه راځي نو هغه د ګاډي په دېوالونو او سیټونو کې جذب کېږي، نو چې کله دغه تودښه بهر وځي، په هومره پیمانه نه خارخېږي، په څومره کچه چې ګاډي ته د ښیښو له لارې د لمر وړانګې ننوزي، نو څنګه چې موټر تودېږي نو همداسې به زموږ ځمکه هم تودېږي"
د ساینس پوه الماس خان په وینا د ځمکې دننه تېل او غاز چې په څومره کچه په موټرو، کارخانو او فابریکو کې سوځول کېږي، دا زموږ د اقلیم او چاپېریال برخه جوړېږي نو ځکه سایسن پوهان ویره ښيي چې د نورو سیارو په پرتله ځمکه ښايي ژر په یو تناره بدله شي. یعنی هغه سیاري چې زموږ غوندې د غازو او تېلو سوځولو چاپېریال نه لري، د هغوی اقلیمي بدلون کېدای شي په میلیونونه کلونه وخت ونیسي خو د ځمکې اقلیم به په سوونو کلونو کې بدل شي.
ساینس پوهان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ تودوخه دومره لوړه شوې چې په تیرو ۱۲۵ زرو کلونو کې ساری نلري.
په روان کال کې د لیبیا د خونړیو سیلابونو، چې په زرګونو انسانان پکې مړه شول، او د کاناډا په ځنګلونو کې د بې ساري اور لامل د اقلیم بدلون بلل شوی دی.
د بحرونو او اقلیم د ملي ادارې غړې سارا کاپنیک وايي، د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشت د نړۍ د ثبت شوي تاریخ تر ټولو ګرمه میاشت وه.
ساینسپوهانو د سپتمبر په میاشت کې هم د تودوخې لوړه درجه ګواښونکې وبلله چې په ترڅ کې یې نړۍ د "ایل نینو" په نوم د نړیوالې دوراني ګرمۍ له څپې سره مخ و.
د اروپايي ټولنې د کوپرنېکس د اقلیمي بدلون د خدماتو د ادارې غړې سمانتا برجس وايي، په اتموسفیر کې اضافه انرژي تولیدیږي او د طبیعي ناورینونو لامل کیږي.
فورم \ دبحث خونه