د لاس رسي وړ اتصالات

مصر او اسرائیل د گډ دښمن پر ضد پټ متحدین


د ٢٠١٥ کال په وروستیو کې د مصر په سینا کې سخت دریځو یوه روسي مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړې وه
د ٢٠١٥ کال په وروستیو کې د مصر په سینا کې سخت دریځو یوه روسي مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړې وه

د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سخت دریځو د مصر په سینای ټاپو کې پدې وروستیو کې سلگونه مصري عسکر او پولیس وژلي او حتی د ٢٠١٥ کال په وروستیو کې یې په دې سیمه کې یوه روسي مسافر وړونکې الوتکه هم نسکوره کړې وه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي داسې بریښي چې د مصر حکومت د داعش په ځپلو کې پاتې راغلی خو کله چې داعش د اسرائیل سره د مصر پوله وگواښله، اسرائیلي مقاماتو ددغې ډلې سخت دریځې په وړاندې اقدام وکړ.

نیویارک ټایمر لیکي چې په تیرو څه دپاسه دوو کلونو کې اسرائیلي هیلکوپترې، جنگي جيټ او بې پیلوټه الوتکې چې ټولې یې نښه او نښانې نلري د مصر دننه د داعش جنگیالیو پر ضد څه دپاسه ١٠٠ هوایي بریدونه کړي دي.

په دې رپوټ کې راغلي چې د اسرائیل دغه ټول بریدونه د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي په موافقه کړیدي.

نیویارک ټایمز د امریکایي مقاماتو له خولې نه چې یې غوښتل نوم یې یاد شي، لیکلي دي چې ښاغلی السیسي د اسرائیل د همکارۍ په اړه ډیر زیات محتاط دی او هڅه یې کړې چې د دې هیواد یو شمیر محدود پوځي او استخباراتي مقامات په خبره پوه وي. قاهرې حتی د سینا شمالي سیمه د یوې ټړل شوې پوځي سیمې په توگه اعلان کړې ده او د معلوماتو د راټولو لپاره یې سیمې ته د ژورنالیستانو د تگ راتگ مخه هم نیولې ده.

د داعش پر ضد په مبارزه کې د مصر او اسرائیل ترمنځ همکاري د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د پام وړ پرمختگ گڼل کیږي. دا هیوادونه یو وخت دښمنان وو او د یو بل پر ضد یې جگړې کړې دي او حتی د سولې پر وخت هم سره چندان جوړ نه وو. د نیویارک ټایمز په وینا اوس اسرائیل او مصر د پټو متحدینو په څیر دي چې د گډ دښمن یعنی داعش پر ضد جنگیږي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه همکاري د دواړو هیوادونو په گټه ده او په مصر کې د داعش پر ضد د اسرائیل پوځي اقدام ددې سبب شوی چې قاهره وتوانیږي هغه سیمې بیرته ونیسي چې مخکې د سخت دریځو تر کنترول لاندې وې. له دې سربیره ددغو هوایي بریدونو په وجه اسرائیل توانیدلی چې خپل سرحدي امنیت تر پخوا لا ښه تقویه کړي.

د مصري او اسرائیلي مقاماتو ترمنځ همکاري ښیي چې په سیمه کې ددغو هیوادونو سیاست بدل شوی دی. د داعش جنگیالیو، د ایران د حکومت او د سیاسي اسلام په څیر دښمنانو شتون په چوپه خو پرله پسې توگه د څو عربي هیوداونو مشران هڅولي دي چې د اسرائیل سره په خپلو اړیکو فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG